چين د کابل له پوهنتون سره د ۵۶،۷ ميليونه افغانيوپه ارزښت دبېلابيلووسایلو مرسته وکړه

د کابل پوهنتون مشر حميدالله فاروقي پوهنتون ته د دغو توکو د سپارلو په ناسته کي وويل چي په يادو وسايلو کي شاوخوا ۹۰۰ لب ټاپ او ډيسک ټاپ کميپوټرونه، ۴۰ مايکروسکوپونه، ۳۰ پرېنټر (د چاپ ماشينونه)، ۲۰ پروجکټورونه، ۴۰ د کمپيوټر يو پي اېس دستګاوې، ۱۰۰ د ټيلېفون ثابتې دستګاوې، شل د فوتوکاپۍ ماشينونه او ۵زره کتابچي شاملې دې.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چي په دغو توکو کي د کابل پوهنتون د مېلمستون اړوند وسايل هم شامل دي.

د فاروقي په وينا، تر دې وړاندې د چين د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي د چنيايي ژبې د څانګې ودانۍ او د کابل پوهنتون د مېلمستون ودانۍ پر جوړولو ٧ ميليونه امريکايي ډالر لګولي دي.

په افغانستان کي د چين سفير ياوجينګ وويل چي افغانستان او چين پخواني دوستانه او ډيپلوماټيکي اړيکي لري چي ښه بېلګه يې د ورېښمو لار ده.

هغه زياته کړه، دا مهال شاوخوا ۸۰۰ افغان زده کوونکي د چين په بېلابېلو پوهنتونونو کي په لوړو زده کړو بوخت دي او هېواد يې هڅه کوي چي د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره نورې تخنيکي او اکاډميکي مرستې هم وکړي.