چین:د افغانستان سره د ښاري پراختیا په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو

چین وايي له افغانستان سره به د ښاري پراختیا او ښار جوړونې په برخه کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. په کابل کې د چین سفیر یاو جینګ پرون د هېواد د ښار جوړونې او له وزیر سید سادات منصور نادري سره د یوه تړون د لاسلیک پر مهال خبریالانو ته وویل، چې هېواد یې د یوه ښه ګاونډي په توګه د افغانستان په بیا جوړونه کې د پام وړه مرسته کوي. یاو جینګ همدا راز له نادري سره د هغو ۱۴۰۰ اپارتمانونو د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه چې د کابل په دارالمان سیمه کې جوړېږي. سفیر زیاته کړه چې هېواد یې د افغانستان په جوړولو او بیا رغونه کې مرسته کوي او د ښاري پراختیا او ښار جوړونې په برخه کې به خپلې مرستې لا ډيرې کړي. ده ویلي، چې دا یې د کار لومړۍ برخه ده او دغه ډول پروژې به نورې هم پرانیستل شي. نادري زیاته کړه چې دا کورونه به د بریدونو د زیانمونو او د افغان ځوکونو د قربانیانو کورنیو ته ورکول کېږي