چین امریکا ته خبرداری ورکړ چې په ټایوان د وسلو پلورلو ته د پای ټکی کیږدئ

چین  امریکا ته  په ټایوان  د وسلو د نه پلورلو  او یو موټي چین سیاست ته  د درناوي کولو  بلنه ورکړه.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې  هواء چونینګ  په پلازمینه  بیجینګ کې خبري غونډې ته  وویل چې  « چین  د واشنګټن لخوا  په ټایوان  د وسلو د پلورلو  سره  سخت مخالفت کوي او پدې اړه يي په دریځ کې  کوم بدلون نه راځي.

هغې زیاته کړه ددې په هیله چې  امریکا  هم  پدې خبره  ښه پوه  شوی وي  چې  په ټایوان  د وسلو پلورل هغوې ته  د ضرر نه پرته کومه ګټه نکوي.

هغې  په امریکا غږ وکړ چې  هر څه ژر په ټایوان د وسلو پلورل  ودروي  او د چین  سیاستونو ته درناوی وکړي.

هغې د امریکا د نوې ادارې په اړه  د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې « د واشنګټن  نوې اداره  باید  پدې مسلې  جدي غور وکړي. سپینه ماڼۍ  باید  د چین او امریکا ترمنځه  قوي  او تاریخي  اړیکو ته په کتو سره  په سیمه کې د سولې او استقرار سره  مرسته وکړي »

د یادولو وړ ده چې  د ټایوان  چارواکیو  تیره اوونۍ  ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ددوې پر وړاندې  د چین تهدیدونه د هرې ورځې په تیریدو سره  مخ په لوړیدو دي  چې د همدې امله  مجبور دي چې خپل هوايي  ځواکونه  لا پیاوړي کړي.

ټایوان  د امریکا  متحده ایالتونو نه  د ارواح په نامه  د پرمختللو  جنګي  جیټ الوتکو د اخیستو غوښتنه وکړه.

د بله پلوه  د امریکا  عسکري چارواکیو  ویلي دي چې ولسمشر دونالد ټرامپ  په ټایوان  په لوړه کچه  د وسلو پلورولو  په پلان  کار کوي.

چین تیره اوونۍ  خپلو وسله والو ځواکونو ته  پنځم  نسل  تر ټولو  پرمختللې  د J 20 په نامه  جنګي  الوتکې  په اختیار کې ورکړې.

ټایوان بیا  سږ کال د هیواد  دفاعي  بودیجه  د یو سلنې په لوړولو سره  ۱۱ عشاریه ۴ میلیاردو ډالرو ته  لوړه کړه.

چین  بیا  سږنۍ  دفاعي بودیجه  ۷ سلنې په لوړولو سره  ۱۵۲ میلیاردو ډالرو ته  لوړه کړه.

د ویلو ده چې  په ۱۹۴۹ کال کې په چین کې  ماو زیدونګ  واکمنۍ ته د رسیدو نه وروسته  یو زیات شمیر  حکومتي  چارواکي  ټایوان ته  په تښتیدو سره  د ټايوان حکومت  اعلان کړ. نوموړو  د حکومت د جوړولو نه   وروسته خپلواکي  اعلان کړه خو چین  بیا  د هغوې خپلواکي په رسمیت  ونه پيژندله. چین  وايي  چې ټایوان  ددوې خاوره  ده. نن ورځ  په نړۍ کې یواځې ۲۲ هیوادونه  ټایوان په رسمیت پیژني.