پنجشنبه , 25 اپریل 2024

چین د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر ښه کېدو ټینګار کوي

د چین د بهرنیو چارو وزیر پرون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

ونګ يي د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره په کتنه کې وویل چې افغانستان او پاکستان ته د ده د وروستیو سفرونو هدف پر روان وضعیت ځان پوهول او په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه کېدل دي.

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز وویل د افغانستان سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده:

“د افغانستان سوله او ثبات زموږ په ګټه دي او د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال ګډ هدف ته په رسېدو کې له موږ سره مرسته کوي، پاکستان، افغانستان او چین موافقه کړې چې دې هدف ته د رسېدو لپاره دوه اړخیز اړیکې پیاوړي کړي.”

د چین د بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغه اسلام اباد ته سفر وکړ چې په کابل کې د حکومت له جګپوړو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د افغانستان کې د ثبات په ټینګولو کې د خپل هېواد پر ژمنه ټینګار وکړ.