ډونالډ ټرمپ وايي، ایران به پرینږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل په خپلو څرګندونو کې وویل ،ایران به پرینږدي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

ټرمپ  زیاتوي ،زما ادارې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي او نور به هم ولګوي ترڅو ایران پرینښودل شي چې اټومي وسلې جوړې کړي.

د یادولو وړ ده چې ډونالډ ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړیو هيوادو ترمنځ پر اټومي تړون هم اعتراض وکړ.

د بارک اوباما د حکومت په وروستۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لویدیځه غاړه کې د یهودانو له میشت ځایونو سره مخالفت وکړ، که څه هم دا یو وړ ګام وو چې د اسرائیل پرضد واخیستل شو اوداله  له څو لسیزووروسته د اسرائیل په اړه د امریکا په تګ‎لاره کې لومړی بدلون و.

خو ډونالډ ټرمپ  پرون پردې پریکړې انتقاد وکړ.

هیره دې نه وي چې په دې خبري غونډه کې د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو هم شتون درلود.