ډيپيکا پاډوکون د مافيا مشره ده

 

د هندي سينما وتلې اداکاره ډيپيکا پاډوکون په خپل راروان فلم کې د مافيا مشره ده ،فلم کې ډيپيکا سره عرفان خان هم کار کوي.

عرفان د يوې محلي بدمعاشې ډلې مشر دى او د ډيپيکا پاډوکون سره مينه لري.

نوموړى له ډيپيکا پاډوکون سره مرسته کوي، څو داود ابراهيم له مينځه يوسي.

فلم د ويشال بهاردواج له لورې ډاريکټ کيږي.

ډيپيکا پاډوکون وايي، چې دا يې لومړى ځل دى چې د ښاغلي ويشال ترلارښوونې لاندې فلم جوړوي او دا به ورته ننګونکي وي.

ښاغلى ويشال په سخت او منتقد ډاريکټر مشهور دى.

ډيپيکا پاډوکون اوس مهال د پاډوماتي ډارمې په شوټينګ بوخته ده. دې فلم کې ورسره رنوير سنګ او شاهد کپور هم لوبيږي.

پاډ ماوتي فلم به راتلوونکى نومبر مياشت خپور شي.