پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ژر پرېکړه کول مو د کمزوتیا نښه ده!

ژر پرېکړه کول د هغو کسانو کړنه ده، چې هر اړخیز مثبت او ګټور فکر یې کمزوری وي او صبر زده کونې ته خورا زیاته اړتیا لري. له بده مرغه زموږ په ټولنه کې تر ټولو ډېره تکرارېدونکې تېروتنه او تشه همدا ژر پرېکړه کول او لنډه منډه وهل دي.

موږ ته زموږ خوږې پښتو ژبې له کچې زیات ګټور او پند لرونکي متلونه را کړي دي، چې په مانا یې ځان پوهول او په پام کې نیول خورا اړینه خبره ده؛ ځکه دې ته ورته ټولو هغو تېروتنو ته مو پام اړوي کومې، چې په موږ کې دي.

لکه:

د بیړې کار د شیطان کار دی (یعنې په بیړه او ژر پرېکړه کول شیطاني کړنه ده(

تر هغې چې خبر ریښتیا کېږي دروغو به کلي وران کړي وي (یعنې شونې ده، چې ډېری خبرې دروغ واورې؛ لومړی باید د اورېدل شوې خبرې په اړه بشپړ معلومات تر لاسه او بیا وروسته خپل غبرګون وښئې(

له خبرې کولو وړاندې فکر وکړه (یعنې لومړی په خپله کېدونکې خبر غور وکړه؛ ښه او بد اړخونه یې په پام کې ونیسه او وروسته یې په هغه ډول وکړه په کوم ډول، چې وړ وي.

لنډه منډه وهل د کم تجربه لرونکو کسانو ځانګړنه ده (یعنې غوره کسان هغه دي، چې وړاندې فکر کوي).

ملګري له لاسه ورکول اسانه دي، خو ملګري موندل ستونزمن دي (نور وګړي له ځان څخه بېزارول اسانه خبره ده او ترې ملګري جوړول بیا حوصله، قرباني او زیار غواړي). او داسې نور.

لیکوال : حقمل معینزی