ښه اخلاق له بدو ﺯده کيږي

ژباړه: انـــدیال ســاپی

انسان بايد له ټولو هغو کسانو فايده ترلاسه کړي چې اړېکې او ناسته ولاړه ورسره لري.

د پراخه بصيرت او لوړ همت خاوند د ټولو دوستانو څخه ګټه اخلي که اخلاق يې هر قسم وي.

لکه د ځينو مشرانو په اړه ويل شوي چې یو بدژبی غلام يې درلود، چا به چې ترې پوښتنه وکړه هغه به ويل غوره اخلاق تري زده کووم.

ځکه ښه اخلاق له بدو زده کيږي کله چې انسان د ناوړه اخلاقو له خاوند سره ملګرتيا وکړي د هغوی سره يو ځای ژوند تېر کړي او په کم عقلۍ يې صبر وکړي.

ابن حزم رحمه الله فرمايي:”هر کار ځان ته فايده لري ما د جاهلانو او کم عقلانو د ملګرتيا دومره ګټه واخيسته چې د هغه له امله مې طبيعت روښانه شو، خاطرې مې وځلېدې ، فکر مې وده وکړه چې دا کار زما لپاره د لويو ليکنو لامل شو، که زما فعالیت وده نه وی کړی او پټ استعدادونه مې نه وی څرګند شوی نو زه به دغو تأليفونو ته نه وی هڅېدلی.

بلکی ډیر خلک له ګونګو حیواناتو هغه څه زده کوي،چې دژوند په ټولو چارو کې ورته ګټه رسوي.

له يو سړي څخه وپوښتل شو چې خپلو اړتياوو پسې وختي تلل درته چا زده کړی دی چې هيڅ بدلون پکې نه راځي؟

هغه ځواب ورکړ ، چا چې مرغانو ته ښوونه کړې چې سهار وختي تشی ججوري له خپلو ځالو څخه د خوراک په لټه کې نېږدې او لیرې ځايونو ته ځئ، له دې امله نه ستړي کيږي او نه په ځمکه او هوا کې له ورپېښو ستونزو څخه ‌ډاريږي.

یو بل ته وویل شو چې ارام، ځان ساتنه او دخپل حاجت په لاسته راوړنه کې قربانی دی له چا زده کړي؟

نو هغه وویل: له هغه ذات څخه چې پیشو ته یې ددی ښوونه کړي چې د موږک سوړی ته کمين وکړي چې هیڅ حرکت نه کوي او نه خوریږی، ګویا چې هغه مړ دى خو چې کله موږک د سوړی رابهر شي نو ناڅاپه پري د زمری په څیر حمله وکړي.

له يو بل سړي څخه وپوښتل شو چې ښه قرباني، خرڅ او نرمي دې له چا زده کړې؟هغه ځواب ورکړ: له هغه ذات څخه چې چرګ ته یې ښوونه کړي ، کله چې ورته دانې واچول شي نو نور چرګان ورته رابولي او کله چې ورته زياتې دانې واچول شي سره له دې چې نور چرګان هم نه وي خو بيا هم دانې يو اړخ او بل اړخ ته بېلوي ځکه چې هغه د طبيعت سره خرڅ او سخاوت مل دی او دا ملامتي او بخل ګڼي چې يواځې په خوراک پېل وکړي.

********

ناوړه اخــلاق – بیلګــې – لامــلونه – درمـــلنه

لیکنه: محمد بن ابراهیم الحمد