چهارشنبه , 24 اپریل 2024

ښکلایېزه کره کتنه

لیکوال : ساجد بهار

په ادب کې هر ډول تنقید په خپل ځای زیات اړین دی ، که چیرې انسان د ښه والي او بد والي توپیر نه شوی کولی او خپلې نیمګړتیاوې یې په خوبیو نه شوی پټولی ، نو ددې خبرې احساس هم مشکل و، چې ژوند د کومو شیانو نه زیات غوره، بشپړ ، ښکلی او خوشګوار راتلی شي.

همداراز په ژوند کې ارتقا او د پرمختګ په لارو کې چټک تګ هم ناشونی راتلی شوو.

ادب د ژوند ترجمان دی، د همدې لپاره کوم شیان چې په ژوند جاري کیږي، د هغوی اطلاق پر ادب هم کیږي، د تنقید مقصد د ژوند سم لوری برابرول دي ، د همدې لپاره پنځګر د تخلیق پر مهال او یا هم له تخلیق وروسته خپل هنري اثر له بیلابیلو لوریو او زاویو ګوري ، مصور چې تصویر جوړوي ، دا خبره یې له زړه لرې نه وي چې تر کار لاندې تصویر یې د اصل تصویر سره سم دی او کنه؟

په همدې توګه کله چې شاعر شعر لیکي ، په هر لفظ او د هغه په مانا بار بار غور کوي ، هڅه کوي چې خپل خیال په کلماتو کې په ښه توګه ځای پر ځای کړي او هره شیبه په دې تپ و تلاش کې وي چې خپله تخلیقي کارنامه یې له ټولو بریالۍ پایله ورکړي .

ددې هر څه سره سره کره کتنه مختلفې برخې لري ، او هره برخه ځینې ځانګړي قیودات او اوصول هم له ځانه سره لري ، د هغوی له جملې یې یو( جمالیاتي تنقید) ښکلایېزه کره کتنه هم ده ، چې یو څو شیبې به ورته تم شو.

جمال پخپله ښکلا او ښکلي توب ته ویل کیږي او جمالیاتي تنقید په یوه اثر کې د ښکلا او جمال پر شته والي او د هغه پر ارزښت بحث کوي ، حسن او صداقت د ادب له بنیادي موضوعاتو بلل کیږي ، ښکلایېزه کره کتنه د هنري اثر راښکون او د حسن په څېر عناصرو پلټنې او بیان مهمه برخه ده ، د یادولو وړ ده چې د کره کتنې دا انداز له دې کار منفرد دی چې هنري اثر پکې تجزیه شي او یا هم د ماضي د کومې نظریې پیروي پکې وشي ، د تنقید دا برخه د نورو په څېر د زیاتو اوصولو او قوانینو پابنده نه ده ،په ادب کې د ښکلا لټه یو ډول ذاتي عمل هم دی ، مثلاٌ که یوه کس ته یو شی د ښکلا عظیمه نمونه ښکاري دا به په دې مانا نه وي چې بل کس ته دې هم هغه شی ښکلی وبریښي ، ځکه ښکلا نه تعریف کیدونکې پدیده ده، تر ډیره زمونږ د ذوق له انفرادي څکې سره تړلې ده .

د ځینو عالمانو له قوله چې ښکلا او صداقت دواړه اضافي شیان دي ، هر کس د ښکلا لپاره په خپل ذهن کې بیلا بیل چوکاټونه لري ، چاته په سپوږمۍ کې ښکلا مالومیږي، څوک یې په ګلانو کې ویني او …

په اردو شاعرۍ کې د ګلاب د پاڼو په څېر شونډې، د سروې غوندې قد، د وریځو په شان زلفې او د طاووس په څېر تګ د ښکلا مشهور معیارونه بلل کیږي.

شاید ځینو نورو هیوادونو کې هم د ښکلا همدا معیار ټاکل شوی وي ، خو ولې دا هم باید هېر نه کړو چې په ځینو هیوادونو کې شاید پورتنۍ بیلګې د بدرنګتوب او بد صورتۍ معیارونه هم وي ، د همدې لپاره یوه نظریه دا هم ده چې ښکلا د توازن نوم هم دی .

دا ځکه چې د انساني ژوند له تغیر سره ډیری شیان او مفکورې هم بدلون مومي ، ښکلا هم په همدې قسم وبولئ یانې چې معیار او پیمانه یې بدلیدونکې ده.

ښکلایېزه کره کتنه یو مهال ډیره وړاندې تللې وه ، ادب د ادب لپاره په دور کې د ښکلایېزې کره کتنې رول بیخي زیات و، خو کله چې مارکسي او نفسیاتي کره کتنې رامنځ ته شوې ، ښکلایېزې کره کتنې ورو، ورو خپل لمنه له صحنې ټولوله تر دې چې له برمه راوغورځیده او رول یې کم شو .