پنجشنبه , 18 اپریل 2024

کابل چاپ ورځپاڼې:پاکستاني چارواکو نا اعلان شوې جګړه اعلان کړه

 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کابل زنبق څلور لاري ته څېرمه په جرمني سفارت د ټانکر بم چاودنې په اړه د پاکستان د لنډ مهالي صدراعظم د تازه څرګندونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د پاکستان لنډ مهالي صدارعظم شاهد خاقان عباسي د برېتانیا فایننشنل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې منلې چې په کابل کې څلور میاشتې وړاندې خونړۍ ټانکر برید هغو کسانو کړی چې له پاکستانه ورغلي وو.

په سرمقاله کې راغلي، که څه هم د ښاغلي عباسي دفتر دا موضوع رد کړې او ویلي چې نوموړي له یادې ورځپاڼې سره په دې اړه خبرې نه‎دي کړي،

خو د سرمقاله لیکونکي په خبره داسې ښکاري چې دا به پر عباسي د دې خبرې له امله په کور دننه فشار ته یو ځواب وي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، دا د افغانستان لپاره ښه چانس دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې دا خبره راپورته کړي او له دې امله پر پاکستان فشارونه زیات کړي.

خو په سرمقاله کې دا هم راغلي چې پر پاکستان فشارونه باید په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو لامل نه بلکې د افغانستان د سولې په برخه کې د نوموړي هېواد د همکارۍ لامل شي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه د ښاغلي عباسي په خبرو کې دې موضوع ته هم اشاره کړې چې یاد ټانکر بم مخکې تر دې چې وچول شي په کابل کې یو سفارت کې ودرید.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، عباسي غواړي چې په خپلو دې څرګندونو سره په دې موضوع کې د ایران پښه هم راکاږي او د ترهګرۍ ضد حساسیتونو پام بلې خواته واړوي.

په سر مقالې کې په هر اړخېز ډول د موضوع د څېړنې خبره شوې،خو دا هم ویل شوي چې امریکا او نړۍ ته اوس دا ثابته شوې چې پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او تر شا یې ولاړ دی.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپانې بیا دا څرګندونې د افغانستان پر وړاندې د پاکستان اعلان شوې جګړه بللې ده.

د سرخط په سر مقاله کې په دې اړه وړاندې راغلي، افغان دولت په کلونو دا چیغې وهلي چې موږ پاکستان سره په یوې نا اعلان شوې جګړه کې یو او پاکستان نه غواړي چې افغانستان امن وي، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره اوس د پاکستان یو لوړ پوړي چارواکي نا اعلان شوې جګړه اعلان کړه او ټینګار یې کړی چې هېواد یې ترهګر صادروي.

په سرمقاله کې دا هم راغلي چې دا خبره به حتماً د افغان ولسمشر غوږ ته چې اوس په نیویارک کې دی او ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا هم وکړي رسېدلې وي، نو د سرمقاله لیکونکي په باور ولسمشر باید په جدي ډول له نړۍ وغواړي چې پاکستان سم کړي او که پاکستان سم نه‎شي نه یوازې افغانستان بلکې نړۍ به هم نا امنه وي.