پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کاري مرکې ته څرنګه چمتو شو؟

ژباړه: محمدحامد اکبري

آيا کله مو په کاري مرکه کې ګډون کړی؟  که ځواب مو هو وي، ډاډه يم چې د مرکې پر مهال به له ځينو ستونزو سره مخ شوي ياست او يا برعکس ځينو لارښوونو او تخنيکونو به درسره مرسته کړې وي، که مو په کاري مرکه کې ګډون نه وي کړی بيا به  هم ځينې اندېښنې درسره وي او ناڅرګندې وېرې به تر مخه کړي ياست.

کاري مرکه يو له هغه کړنلارو څخه ګڼل کيږي چې زياتره شرکتونه او ادارې  د کارکوونکو د ګومارنې لپاره کار ترې اخلي،کاري مرکه په معمولي ډول د دوو کسانو تر منځ کيږي،کله له دوه څخه ډېر کسان هم په کې ونډه اخلي،ځينې وخت خو کاري مرکه له ليرې وآټن څخه د ټليفون يا کومې بلې پيغام يا غږ لېږدوونکې وسيلې پر مټ تر سره کېدای شي.

کاري مرکه د نوي کارکوونکي د ارزيابۍ او څرګندتيا په پار کيږي،مخامخ مرکه د کارکوونکو د شخصيت د ښه پېژندلو تر ټولو غوره ميتود دی،په کاري مرکه کې د مرکه کوونکي هڅه دا وي چې د مقابل لوري شخصيت په ماهرانه ډول څرګند او معلوم کړي،مرکه کوونکی شخص په دې هڅه کې وي چې د نوي کارکوونکي ټولنيز موقف،کاري وړتياوې،پر ځان باور او نورې باطني او ظاهري ځانګړتياوې رابرسېره کړي.

خو ځينې وخت اکثريت ځوانان او له پوهنتون څخه فارغ محصلين ځکه کاري فرصتونه له لاسه ورکوي چې د کاري مرکې پر مهال له ځينو اړينو تخنيکونو او لارښوونو بې برخې وي،د داسې ستونزو د حل لپاره د هر ځوان په ذهن کې دا پوښتنه راټوکيږي چې د کاري مرکې لپاره څرنګه چمتو شي؟

پوره باوري يم چې دا لاندې ټکي د دې ستونزې په حل کې مرسته درسره کولی شي.

کاري مرکې ته له ورتګ څو ورځې وړاندې د خپل ځان د ارزيابي کولو هڅه وکړئ، د خپل شخصيت په هکله پخپله پرېکړه وکړئ، هغه مثبت او منفي ټکي په نښه کړئ چې ستاسې له شخصيت سره تړلي.

پر ځان باور ولرئ،که پر ځان مو باور کم وي او يا هم د کمترۍ احساس کوئ نو سر له ننه د دې ستونزې د حل په لټه کې شئ، د ارواپوهنې کتابونه ولولئ له ارواپوهانو او نورو ملګرو سره مشورې وکړئ،چوپ مه کښېنئ،دا ځکه چې له دې پرته بله لار نشته،پر ځان بې باوري مو د ناکاميو کندې ته غورځوي.

د دندې په اړه مثبت فکر وکړئ، له هغه سوچونو ډډه وکړئ چې ستاسې د وېرې او زړه نا زړه توب سبب ګرځي،دا ځکه چې تاسې خپل وړتياوو ته په کتو د نوې دندې غوښتنه کوئ.

د هغې دندې په اړه بشپړ معلومات پيداکړئ،د کومې لپاره چې تاسې مرکې ته حاضرېږی،د نوموړې دندې د مسووليتونو او کاري چوکاټ څخه له وړاندې ځان خبر کړئ.

تر ټولو مهمه خو دا ده چې د اړونده شرکت،سازمان يا ادارې د کاري چاپېريال،شاليد،موخو،ماموريت او لرليد په اړه بشپړ معلومات ولرئ،دا ځکه چې ښايي د مرکې پر مهال له تاسې څخه د داسې معلوماتو غوښتنه هم وشي..

کاري مرکې ته له ورتګ وړاندې ځينې هغه پوښتنې په ذهن کې راټولې کړئ،کوم چې په احتمالي ډول د کاري مرکې پر مهال کېدای شي،تاسې بايد له وړاندې د هغه د ځوابولو او اړينو معلوماتو په وړاندې کولو کې تمرين کړی وي. ځينې پوښتنې ښايي په دې ډول وي: د خپل ځان په اړه راته وواياست؟   د ورځني ژوند په اړه مو څه فکر کوی؟  ولې مو د دندې لپاره زموږ اداره ټاکلې؟  پخوانۍ دنده مو ولې پرېښوده؟   ستاسې په اند د ښه کارکوونکي ځانګړتياوې څه دي؟   د ادارې له کارکوونکو سره به څنګه اړيکې پالئ؟  تاسې به د نوې دندې پر مهال له کومو وړتياوو او مهارتونو کار اخلی؟  دا او نورې پوښتنې.

د کاري مرکې د کره نېټې،وخت او ځای په اړه ځان خبر کړئ،دا ځکه چې تاسې بايد له کاري مرکې څخه لږ تر لږه نيم ساعت وړاندې په ټاکل شوي ځای کې حضور ولرئ،خو دا په ياد ولرئ چې د مرکې ځای ته له رسېدو سره سم د مرکې خونې ته مه ننوځئ،هڅه وکړئ چې له مرکې وړاندې ځينې تخنيکونو او لارښوونو ته پام وکړئ. د بېلګې په ډول: له دفتر څخه بهر د څو دقيقو لپاره د ژورو ساه ګانو وېستل،موسېدل او ځان ډاډه کول

کاري مرکې ته له ورتګ وړاندې مو ظاهري بڼې ته بشپړ پام وکړئ،حمام کول،پاکې او منظمې جامې اغوستل،د بوټونو رنګول د مناسبو عطرو کارول او داسې نورې کوچنۍ کړنې تاسې ته لوی ډاډ درکوي او پر ځان مو باوري کوي.

دفتر ته په لاره هم مثبتې او انرژي زېږوونکې جملې له خپل ځان سر ه تکرار کړئ،د بېلګې په ډول: زه يو غوره انسان يم.  زه د خدای (ج) شکر ادا کوم چې ماته يې د کار کولو وړتيآ راکړې. زه پر ځان پوره باور لرم.  زه کولی شم چې د دندې مسووليتونه په ښه ډول پر اوږو واخلم….

د فتر يا کارځای ته له رسېدو وړاندې ځينې هغه تخنيکونه او لارښوونې په پام کې وساتئ،چې وړاندې مو يادونه ترې وکړه.

د دفتر له ټولو کارکوونکو سره ښه سلوک وکړئ او په موسکا ورسره مخامخ شئ،تاسې بايد په ډاګه کړئ چې ستاسې په وجود کې پوره باور،ښه اخلاق او ګنې نورې ښېګڼې  او وړتياوې نغښتې.

دا هغه وخت دی چې تاسې خپلې وړتيآوې او رېښتينې څېره په ډاګه کوئ، د مرکې په پيل کې له مرکه کوونکي سره په دوستانه او مينه ناک انداز مخامخ شئ،د مرکې په پيل کې خپله خوښي څرګنده کړئ، پوښتنې يې درک کړئ، له اضافي تشريحاتو تېر شئ يوازې اصلي ځواب بيان کړئ، افراط او تفريط مه کوئ، هر څه سپين او ريښتيا وواياست،ګنې د کارموندنې چانس به له لاسه ورکړئ