چهارشنبه , 24 اپریل 2024

کال نوی شو !

لیکوال: حضرت عثمان نوري مومند

د باغ و بڼ ګـــــلان به ټـــــول وګني نه ګلــــونه

چا چې لیدلي په ســپـرلي کې د راغـــــه ګلــونه

ته چې سپرلي له مانه غواړې د خزان ورځو کې

درته به راوړمه په سترګــــو په لېـمه ګلــــــــونه

د ښاغلي سالک صیب دا بېتونه ډېر خواږه دي، د خزان بادونو او د غورځېدلو پاڼو هغه له مېنځه تللې ښکلا یې د سپرلي په راتللو بیا ښکاره کړه.  وختونه تېریږي، خو یادونه یې بیا تر ډېره پاتې کیږي.

پسرلی د تازه هیلو او ارمانونو نوم دی،  چې د ژمي په پای او د اوړي ترمېنځ پروت دی. یو کال چې څلور فصلونه کیږي (پسرلی (سپرلی) ، اوړی، منی او ژمی) چې پرون یې وروستۍ او د پای ورځ وه، دا چې د کال پېل په پسرلي سره کیږي او د څلورو میاشتو څلور فصلونه نوي کال په یوه یوه ورځ او یوه یوه شپه صبا کړل، دې ته نه یې کتل چې څوک نوی زیږول کیږي، او یا هم څوک مري. خو کال هم خپل پړاوونه په پرلپسې ډول پای ته ورسول، خو تېر کال په موږ داسې تېر شو لکه یوه اونۍ او یا هم یوه میاشت، ځکه وخت بې درېغه تیریږي او د چا انتظار نه وباسي.

خو اوس نو سپرلی دی او هرڅه یو نوښت لري، د بېلګې په ډول: د اوږد عمر لرونکي نارینه دا خوښوي چې زه دې شل کلن، یا پینځه ویشت کلن غښتلی ځوان وای ! یا هم بوډۍ مور چې په ډېر تکلیف او سختۍ سره خپل ژوند، زنده ګي تېروي، دا خوښوي چې کاش په روغ صحت او سلامتیا مې د خپل نیمګړي ژوند ورځې، شپې صبا کولی.ٔ

خو څه ؟ خو کال نوی شو ! د نوي کال ( دسپرلي) په لومړی (نن) ورځ چې سهار له خوبه پاڅېدم، د اودس لپاره بهر لاړم، که څه هم د سهار روښنايي څه ناڅه د وریځو تیارو له مېنځه وړې وه، خو ګورم چې په مخ مې د اورښت یو څاڅکی راولوید، ومې انګېرله، چې کیدی شي اسمان وریځ وی، او د اورښت امکان وي، خو د څه مې چې فکر کولو، حقیقت و، اسمان هم وریځ وه، هغه د سپوږمۍ ښکلا، او د ستورو ګڼه ملګرتیا مې ونه لیدله، له ځانه سره مې وویل: شکر خدایه ! د نوي کال پېل د اورښت په څاڅکو سره وشو، سږ به هم آباد (ښېرازه) کال وي.

د ارزښت وړ خبره خو لا دا ده چې که ملګرو او دوستانو سره مو په تېرکال کې تاو تریخ والی او یا هم زړه بدوالی راغلی وي، نو کوښښ خو دا وکړئ چې له هغویو سره روغه جوړه وکړئ؛ هغویو ته خپل حق وروبښئ؛ ترڅو مقابل لوری تاسو ته هم خپل حق دروبښي.

ځنګلونه، سیندونه او راغونه (داګونه) هم د نوي کال د خبر په طمعه ورځې او شپې د پسرلي په رارسېدو لنډوي. او د پسرلي په رارسېدو سره ځنګلونه ښایست پېدا کوي، سیندنه هم په شور سره څپی وهي. او ډاګونه که څه هم په ژمي کې سپېره وي، خو د پسرلي په رارسېدو سره خپله ښکلا یو په دوه کوي.  دا چې پسرلی یو سمسور موسم دی او په نوي کال کې هرڅه تازه والی او ښکلا مومي؛ نو موږ ته هم اړینه ده چې په خپل ژوند کې غښتلې هیلي، نوي فکرونه او مثبت بدلونونه را وټوکوو، نوې اوغښتلي هېلې، او د بریالیتوب څخه ډک ژوند ته نوي پراوونه ورپېل کړو. او پرځای یې منفي فکرونه، او منفي بدلونه له خپل ذهنه وباسو. ترڅو خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ادا کړای شو.