پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کرکټ:داسترالیا ،نیوزیلینډ او انګلستان لوبډلو ترمنځ دشل اوریزو لوبو لړۍ استرالیا وګټله

د استرالیا او نیو زېلېنډ په کوربه توب د درې هیوادونو استرالیا، انګلستان او نیو زېلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ پای لوبې ته استرالیا او نیو زېلېنډ لوبډلې وتلې وې.

پای لوبه کې نیو زېلېنډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۰ منډې وکړې.

توپ وهنه کې روس ټایلر د ۴۳ او کولین مونرو د ۲۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلیدل.

استرالیا لوبډلې ۱۴،۴ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۱۲۱ منډې وکړې، چې باران شو او پاتې لوبه د باران له امله ترسره نه شوه.

دا وخت استرالیا لوبډله د ۱۹ منډو په توپیر د نیو زېلېنډ لوبډلې نه مخکې وه او نتیجه کې استرالیا لوبډلې د ۱۹ منډو په توپیر دغه سیالي وګټله او جام یې په خپل نوم کړ.

توپ وهنه کې ډارسي شارټ ۵۰ وکړې.

د دې لوبې غوره لوبغاړی د درې ویکټو په اخیستو سره اشټون اګار او د ټول سیریز غوره لوبغاړی ګلین میکسویل وټاکل شو.