کرکټ:سپین غر زمریان له پرلپسې بریا وروسته سخته ماتې وخوړه

د شپږیزې ۷مه لوبه کې سپین غر زمریانو د بند امیر ښامارانو په وړاندې لوبه ترسره کړه. دغې لوبې کې د سپین غر زمریان د ۸۲ منډو په ستر توپیر ماتې وخوړه.

سپین غر زمریانو لوبډلې د لوبې پچې گټلو سره د ډگر ساتنې پرېکړه وکړه چې دغه پرېکړه یوه غلطه پرېکړه ثابته شوه.

د بند امیر ښامارانو د شاهدالله او نجیب الله ځدران پیاوړې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۲ منډې جوړې کړې.

بند امیر ښامارانو لپاره شاهدالله په ۳۹ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۵۷ او نجیب الله ځدران په یوازې ۱۵ توپونو د دریو څلوریزو او دریو شپږیزو په مرسته ۳۸ چټکې منډې جوړولو سره ښه وځلېدل.

سپین غر زمریانو لپاره بلال خان، افتاب عالم، روښان بارکزی او باطن شاه دوه دوه وېکېټې واخیستې.

ځوابي توپ وهنې کې د سپین غر زمریانو لوبډلې کمزورې توپ وهنې له امله ۱۴٫۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۸۰ منډې جوړې کړې.

سپین غر زمریانو لپاره سمیع الله شینواري په ۱۹ توپونو د یوې څلوریزې او یوې شپږیزې په مرسته ۲۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهوونکی ثابت شو.

بند امیر ښامارانو لپاره چېتارا ۳ او شاهد الله، راشد خان دوه دوه او پرېینجن او مسلم موسی یوه یوه وېکېټه واخیسته.