د ويسټ انډيز د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی کرېس ګېل لومړنی لوبغاړی شو چې په شل اوره لوبو کې لس زره منډې کوي.
کرېس ګېل اوس د هند په (ای پي ايل) لوبو کې د بنګلور لوبډلې لخوا لوبيږي چې تېره ورځ د اپرېل/ ۱۸مه يې ګجرات لاینز ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.
نوموړي په یاده لوبه کې ۷۲ منډې جوړې کړې چې ور سره یې په شل اوره سیالیو کې د ټولو جوړو کړو منډو شمېر لس زرو ته ورسېد.
دغه ۳۷ کلن لوبغاړي په په یاده لوبه کې ۷ شپږیزې او ۵ څلوریزې ووهلې.
ښاغلي ګېل د کورني کرېکټ په شل اوره لوبو کې یوازې په څلوریزو او شپږيزو ۷۵۳۴ منډې کړې دي.
د نوموړي د منډو په لس زریز ریکارډ کې ۱۸ سلیزې او ۶۱ پنځوسیزې وهلې دي.
نوموړی د کرېکټ په نړۍ کې خپل مینه وال لري. ګېل پخپله وايي، نړیوال مشر لا ژوندی دی او همدلته دی: “د لس زره منډو تر لاسه کول مې په ذهن کې و او ډېر خوشال یم چې دغه بریا تر لاسه کړه.