پنجشنبه , 25 اپریل 2024

کله چې له انوشکا شرما څخه د واده په اړه پوښتنه وشوه نو وویریدله!

په دې ورځو کې د بالیووډ سینما ستورې انوشکا شرما او د هند کرکټ ملي لوبډلي کپتان ویرات کولي د واده ډنډورې غږیږي.

ویل شوی دي چې د دوی واده مراسم به په ایټالیا کې له نن (۹) د دسمبر څخه نیولي تر ۱۲ هغې پورې جاري وي.

دا په داسې حال کې ده چې انوشکا شرما له خپل مور او پلار سره ایټالیا ته تللې ده او ویرات کولي هم له هند کرکټ بورډ څخه رخصتۍ اخیستي دي.

نوموړي د رخصتیو سبب واده نه دی ښودلی بلکه ویلي یې دي چې غواړي څو ورځې ارام وکړي.

له بلې خوا هغه ماښام چې انوشکا د ایټالیا په لور روانه وه د بمبيي په هوایي ډګر کې د واده په اړه د خبریالانو له پوښتنو سره مخ شوه خو د نوموړې رنګ له هغو پوښتنو والوت او خبریالانو ته یې وویل: مننه کوم، لطفا لار پریږدئ!

او پوښتنو ته یې هیڅ ځواب ورنکړ.

کولي او شرما له ډېرې مودې راهیسې میېنان دي او یو ځل پخوا یې هم د واده په اړه پسپسکي اوریدل شوي وو خو هغه مهال دا واده ونشو.

د هندي سینما په ځانګړې ډول د ښځینه لوبغاړو کورنۍ ژوند زیاتره مهال له کړکیچونو سره مخ وي او کم شمېر یې په دې بریالي کیږي چې ودونه وکړي.