که خوشاله ژوند کوئ، (۷) کارونه مه کوئ

لیکواله: جی هیل

ژباړه: شاهین

موږ ټول د ښه او خوشاله ژوند درلودلو هیله لرو؛ خو په دې نه پوهیږو، چې څنګه خوشاله اووسو. خو اصلا ستونزه موږ سره ده؛ مو ځینې داسې کارونه په خپله کوو، چې موږ بیرته خفه کوي. که موږ له یو شمیر کارونو څخه لاس په سر شو، هم به ژوند کې خوشاله او هم به بریالي یو.

موږ دلته تاسې ته د نوي کال په پار (۷) داسې مشورې درکوو، چې تاسې به يې په عملي کولو سره په روان کال کې خوښ او کامیاب ژوند ته ورسیږئ.

۱ـ دا چې نور خلک ستاسې په اړه څه قضاوت کوي، په کیسه کې مه اوسئ.

خلک ستاسې د کړونو او سلوک په اړه څه فکر کوي؟! ددې پوښتنې په حل پسې ځان مه سرګردانه کوئ. دا چې خلک ستاسې په اړه څه قضاوت کوي، په تاسې پورې کومه اړه نه لري.

ستاسې مسولیت دادی، چې د خپل وجدان په محکمه کې د خپل ځان په اړه فکر وکړئ. هره ورځ کم تر کمه ۳۰ دقیقې وخت د خپل ځان لپاره بیل کړئ. یواځې اوسئ او د ۳۰ دقیقو لپاره د خپل ورځنیو کړنو په اړه فکر وکړئ.

د خلکو قضاوت ممکن ستاسې په اړه د شته نیمګرو مالوماتو له امله وي. د هغوې کیسه کې مه اوسئ؛ خپله د خپل ځان قاضي شئ، خو پریکړه په حقیقتونو وکړئ.

۲ـ د نورو سره له بیځایه سیالۍ تیر شئ.

موږ ټول له یو بل څخه توپیر لرو. تاسې په خپل ذات کې ((خاص)) يئ. تاسې له نورو بیل يۍ. تاسې ځینې داسې ځانګړتیاوې لرئ، چې بل هیڅوک يې هم نه لري. نو څه ضرور دی، چې تاسې د نورو سره ځان همیشه مقایسه کوئ او هسې خپل ځان ناارامه کوئ. د خپل سکون لپاره د نورو سره له بیځایه سیالۍ تیر شئ. دا کار د ګټې په ځای تاوان لري.

ځان ته خپل لیدلوری وټاکئ او هماغه تعقیب کړئ. په نورو پسې تلل، خپله لاره ورکول دۍ.

۳ـ د نورو خلکو لپاره خپلې خوښښۍ په سیند مه لاهو کوئ.

د نورو خلکو لپاره له خپلو خوښښیو تیریدل، په قصدي ډول ځان ته عذاب ورکول دي. تاسې د خپل ملګري لپاره داسې یوه دنده په مخ وړئ، چې ستاسې هیڅ نه خوښیږي. او یا هم د حپل کوم بل دوست لپاره داسې یوځای ته ځئ، چې ستاسې يې ان لیدل هم بد راځي. دا کار په اوږده مهال کې ډير تاوان لري. سره له اوس يې پریږدئ.

زموږ مشوره تاسې ته داده، چې د خپل خوښې (انتخاب) او د نورو د خوښې (انتخاب) ترمینخ توازون وساته. کله تاسې لږ ورتیر شئ، کله نور ځان ته راکاږئ. بس دې ته ژوند وايي.

۴ـ انتظار بس کړئ. د خپلو موخو په لور قدم واخلئ.

موږ ټول په دې باور لرو، چې زموږ اوستاسې ژوند معلوم نه دی، چې تر کومه او تر څه وخته به ژوندي یو. بس نو بسم الله کړئ، نور انتظار پریږدئ او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره لاس په کار شئ.

سمه ده، چې ټولې موخې موږ په یواځې ځان نشو ترلاسه کولائ او موږ د نورو مرستې ته اړتیا لرو؛ خو مه هیروئ، چې د کار شروع او پیل به له تاسې څخه کیږئ. تاسې يې پیل کړئ، خلک به ستاسې مرستې ته راودانګي.

۵ـ وخت مدیرت کړئ. د وخت د ضایع کیدو مخه ونیسئ.

موږ ټول غواړو، چې ډير دوستان او ډیرې پیسې ولرو. ښه او خوشاله ژوند ولرو؛ او مزې چړچې وکړو. خو که موږ خپل وخت ښه مدیرت نه کړو، نو په ژوند کې مو د بریالیتوب چانس محدودیږي.

خپلې موخې واضح کړئ او د هغې د ترلاسه کولو لپاره وخت بیل کړئ. خپله ډیره انرژي او وخت د خپلو اهدافو په تر لاسه کولو ولګوئ.

۶ـ له منفي ګرايۍ تیر شئ.

ژوند د ښو او بدو ټولګه ده. ښه هم شته او بد هم. خو که تاسې یواځې د ژوند بد اړخوونه کورئ او په مثبتو او ښو هغوې يې سترګې پټوئ، نو بویه چې په لوی لاس خپل ذهن په منفي ډول روزۍ. یوه ورځ به داسې هم راشي، چې ستاسې تر خوا به ستاسې د پرمختګ لپاره ښې او مثبتې موقع تیریږي، خو تاسې ته به منفي او غیرې موثرې ښکاري.

ژوند کې مثبت اوسیدل ستاسې ژوند ښکلی کوي او تاسې د کامیابۍ په لور رهبري کوي. د مثبت فکر لرونکو خلکو سره ناسته پاسته په تاسې کې د مثبت فکر د روزلو لپاره ښه تمرین دی.

۷ـ د خلکو د توقعاتو په جال کې مه راګیریږئ.

ژوند دې له ریالیستیکې زاويې وګوره. کورنۍ، دوستان او خلک به درنه دومره توقع ولري، چې ان لیونی به دي کړي. خو ته باید څه وکړې؟ داسې وکړه، چې ژوند ته دې له حقیقي پلوه داخل شه. هغه چې دې وس کې وي، هغه کوه؛ او په کوم چې دې وس نه رسیږي، په کیسه کې مه اوسه. د خلکو توقع له حده ډیریږي.