چهارشنبه , 17 اپریل 2024

که دا ۶ ځانګړنې ولرې، خلک به د رییس یا رهبر بولي

تل به د بل تر مدیریت لاندې نه یاست، ځینې وخت ضرور ده چې باید خپله هم د لیډر په صفت کار وکړئ. ځکه که چیرته په ښه ډول (چې تر ډیره ښه کار رهبر یا رییس کولی شي) سره موږ (کارمندان) هم ګام پورته کړو، نو دا به زموږ د ادارې او خصوصاً زموږ لپاره هم ګټور تمام شي.

که ته مدیریت کې هم نه اوسې، خو بیا هم څنګه کیدای شي چې د یوه رهبر په حیث ښکاره شئ. الیزابیت او لیزا ایرل مکلیوډ په خپل (له رسمي صلاحیت پرته رهبري) شریکه مقاله کې پرې بحث کړی چې زه درته ترې دا شپږ نقطې را اخلم:

۱- فعاله غوږنیونه.

ځیني خلک فکر کوي، رهبر باید داسې وي چې تل نورو ته خبرې وکړي. خو اکثره وخت هر څه ددې مخالف وي. ډیرې خبرې هم مشري زیانمنوي.

الیزابیت وايي، که چیرته په مناسبه او لازمه غوږنیونه یا اوریدنه تمرکز وکړئ، نو پرته له څه ویلو به ډیر صلاحیت ترلاسه کړی شئ.

په توجه سره پاملرنه یا ماینډ فول لیسنینګ په دې مانا چې چوپ اوسئ او د هوکي او سر خورولو په ډول ورسره چلند وکړئ. همدارا مانا دا چې باید پوه شئ چې یو کس څه وايي، د یو شخص حرکي ژبه یا باډي لنګویچ څه پیغام درکوي او د سترګو په تماس نیولو سره درته څه وايي. (چغې وهل اسانه دي، خو دا ځیني مسلکي کارونو ته اړتیا لري.) یعنې تل او ټول کارونه په چیغو نه کیږي.

مکلیو‌ډ وايي: «چوپ اوسیدل دا موقعه درکوي چې هر څه منظم کړې او ښو چوکاټونو جوړولو لپاره وخت پیدا کړې. وروسته چې کله تاسې بیا خبرې کوئ نور درته له دې امله هم غوږ وي چې فکر کوي تاسې ډیر چوپ خلک یاست، او چوپتیا کې مو ښه حل لاره پيدا کړې او هڅه مو کړي، نو ځکه تاسې ته هم احترام لري.»

یعنې که غواړئ چې د مشر په حیث ښکاره شئ، خبرې کمې کړئ، دمه په کې واخلئ او غوږ ډیر ونیسئ.

۲- شمیرلي مټینګونه یا ناستې وکړئ.

ستاسې ناستې باید ډیرې شمیرلې یعنې کمې وي. هغه وخت باید د ناستې او میټینګ لپاره سره راټول شئ چې کله یې خورا زیات ضرور وي یا اړتیا درک شي. تر څنګ یې باید لازمه اجینډا، خبرې اترې، نوي څه او لازمې پایلې سره باید ناسته ترسره شي.

خپل نظرونه مو شریک کړئ، له نورو یې واورئ، له نورو پوښتنې وکړئ او پایلې ترې وغواړئ.

مکلیوډ وايي، که چیرته تاسې ډیر متوجه کیښنئ. ښه نظریات وړاندې کړئ او خپله پایله مو ښه وړاندې کړئ، نو ټول ګډونوال او همکاران به درسره ویښ او اغیزمن شي. خو له هر وخت ناستو او میټینګونو ځان وساتئ، دا بیا هر څه بې ارزښته کوي.

۳- باید یو فعاله مشوره کوونکی ولرئ.

مکلیوډ وايي؛ یوه ځانګړتیا چې ټول ستر رهبران یې لري، هغه د خپلو مهارتونو په زیاتیدو او پیاوړتیا کار کول دي. که چیرته ستاسې مشر یا رییس د دې وړ نه وي چې تاسې ترې مشورې واخلئ، نو بیا به غوره وي چې له بل هغه کس نه مشوره واخلئ چې ښه مشوره درکول شي. کیدای شي داسې یو کس له تاسره په اداره یا هم د ټولنې بله برخه کې وي چې ښې مشورې درکړي.

۴- اصلي علتونه یې وپلټئ، نه ظاهري جوړښت (اوړو پوزه مه ږدئ).

کله چې کوم کار درځینې خراب شي، دا اسانه دی چې ظاهراً یې بیرته ژر او چټک جوړ کړئ، اما دوامداره نه شي کیدای. خو که ته رهبر یې نو ددغه ستونزې ژورو ته به ننوځې او اصلي لاملونه به یې پیدا کوې، څو اساسي حل لاره ورته پیدا کړې.

هدف دا دی چې د یوه کار لپاره به داسې ژوره حل لاره پیدا کوې چې په راتلونکې کې بیا ستونزه راپیدا نه کړي. که چیرته موږ هر کار ته خپل مغز ژور په کار واچوو او حل لپاره یې پرلپسې هڅې کوو، خامخا کولی شو چې لازمې لارې چارې ورته ومومو.

۵- کله چې کوم کار خرابیږي، د واقیعتونو او ملامتۍ په اړه باید پوه اوسې.

د رښتینو خبرو او په نورو د ملامتۍ اچولو ترمنځ د غرونو عمره توپير شتون لري. رښتیا خبرې کول مانا دا واضح کول، چې څه واقع شوي او څنګه به دا ستونزه بیرته حل شي.

او یوازې ملامتي په نورو اچولو په دې مانا چې له مسوولیت تیښته کوې او اساسې حل نه راوباسي، چې دا ډول کړنه مو ډیر کمزوری معرفي کولی شي، غوره ده چې په نورو د ملامتۍ پر ځای خپله کار وکړئ او حل لاره ومومئ.

لیزا د ایډوین فریډمین په نوم عالم له خولې لیکي: «د یوه رهبر په توګه، باید ته په دې فکر وکړې چې ستونزه څنګه حلیدلی شي، نه دا چې ووايئ فلانیه ته ملامت یې او بستانکیه ته نه یې ملامت. دغه وخت ژور فکر وکړه او بیا لاس په کار شه چې څنګه یې حل موندل کیدای شي، ولې خپل وخت په ملامتۍ او زړه بدۍ تیروئ.»

۶- علاقه او د بریالي کار راز باید شریکه کړې.

د روبوټ په شان به نه پاتې کیږې، بلکې خپله علاقه به دې له نورو سره شریکوې. نورو همکارانو ته به وايې چې له خپلې دندې سره مینه لرې او په مینه یې ترسره کوې. همدراز کله چې مو کار په ښه ډول ترسره کړ، دا چې ولې ستا دا کار دومره ښه وشو، په دې اړه هم له نورو سره معلومات شریک کړئ، څو هغوی یې هم له تاسې زده کړي او تاسې د یوه لیډ‌ر په حیث څرګند شئ.

ژباړه :غازي عابد