پنجشنبه , 18 اپریل 2024

که د خپلې ځوانۍ راستنول غواړئ !

لیکوال: ګل رحمن رحماني

د سویابین کرونده

په یوه طبي مجله کې مې د پیاوړي ډاکترلتونس کارلیه په یوه مقاله سترګې ولګیدې چې همدغه په زړه پورې اوحیرانوونکی سرلیک یې ورکړی وو ،زما لپاره ځکه زړه راښکونکی وو چې هېڅوک به هم داسې پیدا نه شي چې د ځوانۍ راستنول دې ونه غواړي .

ډاکترکارلیه د یوه ګټورنبات ستاینه کړې چې سویابین نومیږي ، سویابین یا د سویا دانه یو ډول چاپاني لوبیا ده چې ډیرپخوا د لومړي ځل لپاره جاپانیانوکشف کړې خوپه نورو هیوادونوکې د سویابین په نامه پېژندل کیږي دغه تبات د پروتین ترڅنګ ټول ویټامینونه لري ځکه لوبیا ته پوره غذا هم ویل شوې ده ،له دغې لوبیاپه چین اوجاپان کې د سوس په نوم غذا جوړیږي چې هم خوندور خواړه دي اوهم یوه ګټوره دوا بلل کیږي .

له سویابین څخه پخه شوې ډوډۍ له ډیرپخوانه د زړه ناروغانوته ورکول کیږي او د شکرد ناروغۍ لپاره خوراګټوره ده ، داچې سویابین په زیاته انداره ویټامین اې لري نوخوړل یې خولې ، سترګو، پزې ،

اوپوست ته ډېرې ګټې لري .

په سویابین کې موجود ویټامین نه یوازې عصابو ته ارام ورکوي بلکې د خوب په راوستلوکې هم رول لري خوترټولو مهمه یې دا ده چې کارونکي یې که ځوان هم نه وي تازه اوځوان معلومیږي .

په جاپان کې هغه تیرعمره کسان چې سویابین اویا دې ته ورته مرکبات کاروي نودوستانویې ورته ترغوږ ورتېره کړې چې ځوانان شوی دی .له همدې امله د سویابین په کاروونکوکې هم ډیرښت ترسترګوکیږي