که د ده منې وړیې، کنه پړ یې !!!

حمیدالرحمن کریمزی

نن ښه ، تکړه، خدمتګار، د ولس غمخور، پاک او عادل څوک دی ؟

دا هغه پوښتنې دي، چې نن یې له ډيرو خلکو ښه، تکړه او نور ورک کړي دي او نشي کولی، چې په اسانۍ سره دا ډول کسان د ځان لپاره پیدا او ملاتړ یې وکړي.

لیدلي به مو وي، چې یوه ورځ به له یو ریس، مامور او والي صفتونه کیږي، سبا به بیا د همدې موصوف شوي کس په ضد ناوړه تبلیغات روان وي.

یوه ورځ په فیسبوک پاڼه کې یو چا د یو کس انځور پورته کړی وه او په دنده یې د مقرریدو او ګمارنې مبارکی او د بریا په هیلو یې یو څه ورته لیکلي وو.

د تبصرو په برخه کې هم سلګونو خلکو ورته د مبارکۍ پیغامونه پرې ایښې وو، خو د دې پیغامونو په خوا کې مې داسې یوه تبصره هم ولیده، چې له یاد شوي کس یې سخت سر ټکولی وه.

سوال پیدا شو چې دا کس ولې د دومره کسانو د مبارکۍ پیغامونو په منځ کې دا جرأت وکړ، چې د یاد شخص غندنه وکړي.

ما ته خو د واړه محترمین دي، د قدر او عزت اشخاص دي، خو نن ولې دا یو ترې بل لورې ته اوښتی ؟

دا هغه پوښتنه وه، چې په ذهن کې مې وګرځیده، خو کله مې چې حقیقت معلوم کړ، د ده غریب شخصي او غیر قانوني موخه یې نه وه پوره کړي، نو ځکه یې د غیبت توغندي هم شارټ کړي ؤو.

زمونږ مبارزه همدومره ده، مونږ په هر څه کې شخصي غوښتنو لیوني کړي یو، که پوره شوه، نو نوش جان او که بیا پوره نه شوه، نو غیبت جان.

نن سبا مونږ ته ښه سړی بیا هغه دی، چې تل مو روا او ناروا غوښتنو ته پرته له کوم توپیره  د مزدور په څير لاس په ټټر او سر ځوړند ولاړ وي.

وکیل به وي، مدیر به وي او د یو ښه شخصیت خاوند به وي په زیرې موټر کې به ناست ساتوونکي به یې چارچاپیره ولاړ وي، چې هسې نه دا شتمني له لاسه ور کړو،  راځي به د دې لپاره چې ومنه او راکړه یانې د خپل جیب لپاره نه د ملت لپاره.

که ودې منله بس خو ټوله بیړۍ تا فتحه کړه، خو که د رد سر دې ورته وخځوه، نو الله دې مل شه.

راځئ وروڼو ! نور د هر چا په وړاندې په پټو سترګو قضاوت ونه وکړو ویې نه منو، که هر چا د یو بل کس په وړاندې د مثبتو او منفي خصوصیاتو یادونه کوله په اړه یې باید څیړنه وکړو، ځکه چې په قرآني ایاتونو او حدیثونو کې هم د هر چا په وړاندې د تجسس امر شوی او دا امر د ښه او  متوازن ژوند اختیارولو او تیرولو په هدف شوی.