که د شکرې ناروغي لرۍ، ترخه مرچ وخورئ

لیکوال : منهاج الدین منصور

په هند کې د سرو ترخو مرچو د ګټو په اړه یوه څېړنه شوې او پکې ویل شوي دي، هغوی چې د خوږې یا شکر او زړه ناروغي لري، نو ترخه مرچ دې وخوري. پدې څېړنه کې ویل شوي چې نن سبا په پرمختللو هېوادونو کې د مرګ ژوبلې لوی عوامل همدغه دوه ناروغۍ ګڼل کېږي.

هندي څېړونکي پدې عقیده دي، چې ترخه مرچ به په نږدې راتلونکې کې د زړه ناروغۍ د درملو په توګه توصیه شي او همدا ډول به د اسپرین ګولیو د ښه بدیل په توګه هم استفاده کېږي.

څېړونکې ډلې په مرچو کې د (کپسایسین او ډي هیدور کپسایسین) په نوم شته دوه مادې د بیولوژیکي فعالیتونو په اساس وڅېړلې او دوی ته معلومه شوه چې دغه مادې د وینې په سطح کې د انسولینو د کمولو او همدا ډول د غوړو په کمولو کې مثبت اغېز لري. همدا ډول څېړونکې ډله وایي، چې د مرچو خوړل د وینې له لخته کېدو څخه هم مخنیوی کوي.

هغوی چې د خوږې یا شکرې او زړه ناروغي لري، نو په غذایي مهالوېش کې دې د ترخو مرچو استعمال هم ورځای کړي، خو که دوی یا یې د کورنۍ نور غړي د معدې تکلیف لري، نو د مرچو له خوراک څخه دې جدي ډډه وکړي، که ناروغ ته په بېله کټوه کې ترخه غذا پخه شي ښه به وي.