پنجشنبه , 28 مارچ 2024

که د ویښتانو ستونزه لرئ؟ دغه خواړه مو مرسته کولی شي

ویښتان د انسان د ښایست یوه مهمه برخه ده. انسان کولی شي د ځینو روغتیايي خوړو خوړلو سره له ځنډ او خنډ پرته د خپل خوښې ویښته ولري. دلته مو له یو شمیر هغو خوړو سره چې د ویښتانو زرغونیدو او پیاوړې کیدو کې مرسته کوي اشنا کوو.

سالمن (Salmon) نومې کبان

دغه ډول کبان د اومیګا ۳ (Omega-3) نومې غوړ اسید یو له غوره منابعو څخه دی کوم چې د سر د پوټکی روغتیا په ساتلو کې ډیره مرسته کوي. دغه مواد د ویښتانو بیرته زرغونیدو کې مهم رول لوبوي. دغه ډول کبان زیاته اندازه ویټامین ډي (Vitamin D) او امینو اسید (Amino Acid) هم لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکوي.

د هګۍ ژیړ

د هګۍ ژیړ په کافي اندازه د اومیګا ۳ غوړ اسید او بایوتین (Biotin) نومې مواد لري کوم چې ویښتانو ته ځانګړی ښکلا ورکولو سربیره په ډیره لږه موده کې يي اوږدوي. کوښښ وکړئ د خپلو ویښتانو له امله په زیاته اندازه د هګۍ سپینه برخه مه استعمالوئ ځکه چې د هګۍ دغه برخه د بایوتین (Biotin) نومې موادو جذب له خنډ سره مخ کوي.

بادام

بادام هم بایوتین نومې مواد لري. په ورځنی ډول یو کوچنی ګیلاس په اندازه بادام د ښکلی او پیاوړی ویښتانو په لرلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

خوږ کچالو

خوږ کچالو خپل ترکیب کې بیټا کیروټین (Beta Carotene) نومې مواد لري کوم چې د ویټامین اې (Vitamin A) او نور ټول هغه مواد چې د ویښتانو په زرغونیدو او پیاوړی کیدو کې مرسته کوي جذبولو کې مرسته کوي.