پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که غواړې چې ژورناليست شې!

که غواړې چې ژورناليست شې؛ نو لاندې پنځه کارونه وکړه او دا بايد ستا نه هېرېدونکي عادتونه شي:

۱. مطالعه، مطالعه بايد ستا داسې عادت شي لکه د سهار ناشته یا غاښونه برس کول. درې ډوله کتابونه مطالعه کړه؛ لومړی: تازه چاپ شوي سياسي، لکه نن سبا د رابرټ ګيټس کتاب ډيوټي نومی کتاب ډېر مشهور دی.

دوهم: هغه کتابونه چې ستا د زېږېدنې او ابتدايي زده کړو پر مهال بازار ته راغلي وو، دا ډول کتابونه سياسي، جفرافيايي او ادبي هم کېدای شي، درېیم: تر خپلې زېږېدنې شل کاله مخکې چاپ شوي کتابونه مطالعه کړه، دا ډول کتابونه ستا په علم کې زیاتوالی راولي او که له فيکشن او ادب سره مينه لرې؛ نو که کېدای شي چې لس شل فيصده ادبي کتابونه هم مطالعه کړې. بايد لږ تر لږه د ورځې دوه ورځپاڼې حتما مطالعه کړې، له تا سره بايد یوه ډائري موجوده وي او په کتابونو او ورځپاڼو کې چې دې کوم څه خوښېدل، په هغې کې يې ليکه، له دې سره به دې له دماغو د معلوماتو خزانه جوړه شي.

۲. د ځان لپاره درې تنه ايډيال ژورناليستان وټاکه چې یو يې اردو ژبی، بل يې انګرېز او درېيم يې نړيوال شهرت لرونکی وي، ته بايد د دوی ټولې لیکنې، کتابونه او د دوی په شخصي ژوند پورې تړلي مسايل مطالعه کړې، بیا ورسره په مناسب وخت کې د ليدنې هڅه هم وکړه، شاګرد يې جوړ شه او لارښوونې يې په سر سترګو ومنه.

۳. ژورنالېزم څلور اساسي څانګې لري؛ ايډيټنګ، رپورټنګ، رائيټنګ او شوټنګ، د ژورنالېزم نورې ټولې څانګې له همدې څلورو څانګو راوتي، ته بايد له دوی نه يوه ځان ته غوره کړې او بيا پکې د پوره برلاسۍ هڅه وکړې.

۴. اړيکې جوړول، که ته له مختلفو سیاسي او عامو خلکو سره د اړيکو په جوړولو کې بريالی نشې؛ نو ګرانه ده چې ژورناليست شې.

۵. ژورنالېزم یوازې يوه دنده نه، بلکې يو ډول لېونتوب دی ترڅو چې يې يو لېونتوب ونه بولې، پکې بريالی کېدای نشې. خشونت سنګ د هند لويې وچې يو خبريال و، په د ۲۰۱۴ کال د مارچ په شلمه د ۹۹ کالو په عمر مړ شو، د هغه عادت و چې همېشه به يې د شپې اته بجې ډوډۍ خوړله او لس بجې به ويده کېده او سهار ۴ بجې به له خوبه راپاڅېده. د خشونت سنګ دې عادت هغه د ۳۵ کتابونو ليکوال او د هند لويې وچې تر ټولو لوی ژورناليست کړ؛ نو ته هم کولای شې چې د خشونت سنګ په څېر يو بريالی ژورناليست شې خو په دې شرط چې د هغه عادت خپل کړې!

جاويد چوهدري