چهارشنبه , 24 اپریل 2024

که پاکستان په ریښتیا د ترهګرو ځپل غواړي اول دې په کور دننه ځالې ختمې کړي

د پاکستان د سنا مجلس غړي او پښتون ملتپال وايي پنجابي سیاستوال د افغانستان په برخه کي ناسم سیاست کاروي او دا سیاست د پاکستان په زیان دی.

د پاکستان په سنا کي د سناتور عثمان کاکړ وايي، پنجابي سیاستوال غلطې خبرې کوي، لیونتوب کوي، د افغانستان پر وړاندې يي سیاست سم نه دی او په نن وخت کي چي چا لیونتوب کړی په زیان يي تمام شوی دی.

هغه زیاته کړې پاکستان خپلو ځواکونو ته امر کړی چي په افغانستان کي د ترهګرو ځينې پټنځایونه په نښه کړي، خو په وینا يي دغه خبره ناسمه ده او کيدای شي ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي نورې هم خرابې کړي.

هغه زیاته کړې چي که پاکستان په رښتیا د ترهګرو ځپل غواړي اول دې په خپل هېواد کي ددوی مرکزونه له منځه یوسي، بیا دې له افغانستان سره په ګډه د نورو ترهګرو پر وړاندې اقدام وکړي.

کاکړ همدا راز زیاته کړې چي پاکستان که له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي رښتینی وی نو دوی به يي په ښه او بد ترهګر توپیرنه کاوه، په تېرو څو میاشتو کې د خوست له ګلان ګمپ نه د وزيرستاني بې ځایه شویو څه باندې زر کورنۍ وزیرستان ته ستنې شوې، خو د بې ځایه شویو په وینا، ستنې شوې کورنۍ خپلو مېنو ته نه دي پرېښودل شوې او ميرانشاه ته نږدې په يوه موقتي کمپ کې ساتل کېږي.