پنجشنبه , 25 اپریل 2024

که کمپیوټر کاروئ دا لارښوونې درته خورا ضرور او ګټورې دي

کله چې د کمپيوټر څخه ګټه پورته کوئ، بدن او شاوخو ته مو بايد پام وي، حتا که کمپيوټر مو خپل هم نه وي ( د دفتر يا د انټرنېټ کلب …. ) بيا هم بايد هڅه وکړئ چې د خپلې روغتيا او سلامتۍ لپاره، کاري چاپېريال مو په ښه ډول تنظيم کړئ.

د دې لپاره چې د کمپيوټر څخه د ګټې اخېستلو پر مهال مو خپل روغتايي حالت ته څه تاوان ونه رسېږي، نو لاندې لارښوونې عملي کړئ:

د کار د چاپېريال سموالی ( تنظيم )؛

د ناستې لپاره څوکۍ او د کمپيوټر ښيښه ( سکرين ) مو داسې ترتيب کړئ چې په بشپړ ډول پکې راحته واوسئ. په داسې بڼې سره چې ستاسو د لاسونو بندونه بايد د ليکدړې يا کيبورډ پر سر په افقي ډول راشي او په هماله ډول مو بايد سترګې د کمپيوټر سکرين لوړې برخې سره برابرې وي.

هغه وسايل چې په کمپيوټر کې د کار کولو پر مهال ترې ډېره ګټه اخلئ، هڅه وکړئ چې ځان ته يې نږدې کېږدئ، ترڅو د کار پر وخت ډېر کښته او پورته نشئ او په تکليف مو نه کړي.

د ليکدړې او موس څخه د ګټې اخېستلو لپاره څو کړنلارې وازمايئ، کومه طريقه چې درته اسانه وي، له همغې کار واخلئ. د اسنادونو لپاره مو يوه دوسيه يا د اسنادونو روک ځان ته نږدې کېږدئ، ترڅو خپل ټول اسنادونه مو پکې خوندي وي او کاري مېز مو منظم وي او د بدن د غير ضروري حرکاتو څخه مو مخه نيولي وي.

کار مېز او د کمپيوټر سکرين مو داسې تنظيم کړئ، چې خيره انعکاسونه يا ډېره روښنايي مو سترګو ته ضرر ونه رسوي. ترټولو غوره لاره يې دا ده چې تاسو او د کمپيوټر سکرين مو کړکۍ يا هم دروازې ته ډېر مخامخ نه وي، که مجبور وئ چې د کړکۍ يا دروازې څنګ ته بايد کښېنئ؛ نو هڅه وکړئ چې د بې ځايه روښنايۍ څخه د پردې په وسيله مخنيوی وکړئ.

د مېز هغه برخه چې معمولا هلته مو پښې ږدئ، بايد خالي وي، د مېز شاوخوا ته د هر ډول اضافي توکو څخه چې تاسو ته مزاحمت کوي، لرې يې کړئ.

د پښو په زنګنونو او مفصلونو ډېر فشار مه راوړئ، که څوکۍ مو لوړه وي نو کولئ شئ چې د پښو لاندې مو يو کوچنی مېز يا بل څه کېږدئ.

هڅه وکړئ چې د کمپيوټر څخه د ګټې اخېستنې پر مهال سيده او راحته کښېنئ.

که د لپټاپ کمپيوټر څخه ګټه اخلئ، نو د لپټاپ لپاره ځيني ځانګړي وسايل دي، چې په برابرولو سره به يې راحته ياست.

لکه، په لاندې انځور کې:

د کېبورډ ( ليکدړې ) تنظيم؛

د کيبورد صفحه مو په داسې ځای کې کېږدئ چې په راحت ډول سره پرې ليکل وکړئ. که د لاسونو او ليکدړې ترمنځ مو يو څه واټن موجود وي، نو غوره به وي.

هڅه وکړئ چې د ټايپ پر مهال مو د لاسونو بندونه په افقي ډول په کيبورد کېښودل شي او د لاسونو ګوتې مو په داسې توګه د کيبورډ پر مخ کېږدئ چې تاسو ته اسانه وي او هڅه وکړئ چئ په ګوتو مو ډېر فشار رانه وړئ. هڅه دې وشي چې په معياري ډول ټايپ وشي، ترڅو ګوتې مو په هماغه ډول اموخت واخلي.

د موس څخه ګټه اخېستل؛

که دېسک ټاپ کمپيوټر کاروئ، موس په داسې ځای کې کېږدئ چې لاسونه مو ورته نږدې وي يانې داسې بڼه چې ملا مو ورته سيده وي.

لاس مو په راحتۍ سره د ميز پرسر کېږدئ او د ماوس نيولو پر مهال مو په لاس ډېر فشار مه راوړئ.

د موس لاندې د ښويه يا هوارې ټوټې، کاغذ يا بلې وسيلې څخه ګټه اخېستل به مو کار اسانه کړي.

د سکرين روښنايي او د خط (Font) اندازه؛

د سکرين د روښنايي اندازه مو بايد د خونې د روښنايۍ سره منظمه وي.

د کمپيوټر د منيټور مخ مو بايد تل پاک او منظم وي.

د خط يا فانټ اندازه مو بايد داسې ځان ته منظمه کړئ چې ليکنې درته په روښانه ډول ښکاره شي.

د سکرين پر مخ د حفظاتي ښيښې لګول به مو سترګي د کمزورۍ څخه وژغوري.

د متن رنګ، د صفحې رنګ مو بايد خيره نه وي او هڅه دې وشي چې د سکرين رنګ مو واضح او روښانه وي ( د سکرين شاتينی رنګ يا بکرونډ مو بايد سور ( Red ) او آبي ( Blue) نه وِي ).

د سکرين رڼا مو بايد لړزوونکې نه وي، که وي نو هڅه وکړئ چې ژر تر ژره يې ترميم کړئ.

د کار پر مهال د بدن څرنګوالی؛

د ډېر وخت لپاره په يوه بڼه مه کښېنئ، د کار په اوږدو کې لنډه لنډه دمه کول به مو کار کيفيت څو چنده ښه کړي. که د کار ځای مو ستړی کوونکی وي، کولی شې ډيکورېشن ته بدلون ورکړئ.

ژباړه: محمد عزيز پردېس