د بالیووډ باچا شارخ خان د انوشکا شرما سره د صفر یا زیرو په نوم نوی فلم جوړي.
شارخ خان او انوشکا تیر کال د جب هیرې میټ سیجل په نوم فلم جوړ کړ، چې چندانې بازار يې ونه کړ.
شارخ خان وايي، ۲۰۱۸ کال له صفره پیلوي. انوشکا شرما، چې د ویرات کولي سره يې د واده دا میاشت پوره شوه، بیرته بالیووډ ته راګرځيدلې او د شارخ خان سره يې د یاد فلم لپاره شوټینګ پیل کړی دی.
انوشکا شرما په خپله تويټر پاڼه لیکلي، چې خوشاله ده بیرته خپل مسلکي کار ته راستنه شوه.
فلم کې د بالیووډ بله ستورې کټرینا کیف هم مخکښ رول لري.
د کټرینا کیف او سلمان خان ګډ فلم ټایګر زنده هی اوس هم په سینما روان دی، چې تر دې دمه يې تود بازار کړی او د ګڼو مینوالو د پام وړ ګرځیدلی.
تمه ده، چې د شارخ خان دا فلم به تر نورو هغوې ډیر ښه وي او ګټه به يې ډيره وي.