کورنیو چارو وزارت: لویې څارنوالۍ د دوستم له ۷ ساتونکو څېړنې پیل کړې

کورنیو چارو وزارت وایي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم اووه ساتونکي د احمد ایشچي په قضیه کې د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شوي دي.

د وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي، چې کورنیو چارو وزارت د اوس لپاره یوازې تاییدوي، چې اووه امنیتي ساتونکي په یوه قضیه کې د ښکېلتیا له امله لویې څارنوالۍ ته د څېړنو لپاره حاضر شوي دي.

رسمی سرچینو دا خبره لا هم نه ده روښانه کړې، چې دغه ساتونکي په شېرپور کې د امنیتي ځواکونو له لوري د تېرې ورځې عملیاتو پر مهال نیول شوي او که په خپله څارنوالۍ ته ورغلي دي.

خو ځېنې حکومتي سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، دغه کسان په خپله خوښه د هغه مکتوب پر بنسټ لویې څارنوالۍ ته ورغلي، چې له څو اونیو راهیسي، د جنرال دوستم په دفتر کې پراته و.

سرچینو زیاته کړې دغه کسان ځکه لویې څارنوالۍ ته ورغلي، چې پر دوستم هغه نیوکې را کمې شي، چې گواکي د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ولاړ دی او ساتونکي یې محکمې ته نه حاضریږي.

د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي تر هغه ادعا وروسته چې د ولسمشر لومړي مرستیال او ساتونکو یې پرې د جنسي تيري هڅه کړې، لویې څارنوالۍ دوستم جلب کړ خو کله چې هغه حاضر نه شو، څارنوالۍ یې له نهو ساتونکو د څېړنو حکم وکړ.

تېره ورځ شېرپور کې امنیتي ځواکونه هغه سیمو ته څېرمه را ټول شوي و، چې د ولسمشر لومړی مرستیال په کې اوسیږي او د هغه کور یې کلا بند کړی و؛ خو وروسته  ترې دوستم  وویل، داسې کوم عمل یې نه دی کړی، چې څوک یې کور کلا بند کړي.