کورنیو چارو وزارت :په روان کال کې یې نږدي ۳ زره کسان د مخدره مواد د قاچاق په تور نیولي

د کورنیو چارو وزارت وایي،د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پولیسو په روان کال کې یې د مخدره موادو د قاچاق د مخنیوي لپاره نږدې ۲۵۰۰ عملیات ترسره کړي، چې په نتیجه کې یې نږدې ۳ زره

کسان نیول شوي

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار وایي، چې په دې نیول شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو یو شمیر قوماندانان هم شامل دي

جنرال بختیار دا هم ویلي چې په دغو کسانو کې د پولیسو، اردو او ملي امنیت ریاست د یو شمیر منسوبینو په ګډون ۶۹ تنه دولتي کارکوونکي هم شامل دي

نوموړي زیاته کړې چي په دې موده کې ۵۶ ښځې او ۱۳ بهرني اتباع هم نیول شوي، چې اوه یې ایرانیان او شپږ یې پاکستانیان دي

د کورنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي وویل، چې له دغو کسانو څخه ۲۳۱ ټُنه بیلابیل ډوله مخدره مواد او الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي

د جنرال بختیار پر وینا، د دغو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره موادو۱۲ لویې زیرمې، د هیروئینو د پروسس ۲۷ لابراتواره، د ماین جوړولو ۳ کارخانې او د دولت د وسله‌ولو مخالفینو د سوق او ادارې ۲ مرکزونه له منځه وړل شوي دي.