پنجشنبه , 28 مارچ 2024

کومې ميوې باید له پوستکي سره وخوړل شي!؟

ډيرې داسې ميوې او سبزۍ  شته دي چې موږ يي پوست کوو يانې پوستکی ترې لرې کوو خو چې پوستکی ترې لرې شي نو ډيرې ګټې هم له لاسه ورکوي هغه ميوې او سبزۍ چې باید له پوستکې سره وخوړل شي لاندې دی:

ليمو:

ليمو چې اشتها راوړونکی، وزن کمونکی او د پوستکي تازه ساتونکی دی ډيری کسان يي يوازې له اوبو ګټه پورته کوي خو د لیمو تر اوبو ډيرې ګټې يي پوستکي کې دي که يي پوستکی ونه خورۍ نو تر نيمی ډيرې ګټې يي لاسه ورکوئ.

پياز:

شونې ده ډيرو ته په زړه پورې نه وي چې پیاز له سره پوستکي سره يو ځای وخوري خو کيدای شي له ګټو يي نه یی خبر د پياز پوستکی يوه زیاته اندازه کويرستين نومې ماده لري  او د وينو جريان ډير ښه کولای شي همداسې مو ټيغونه يا ایکک هم کموي. د پيازو پوستکی کولای شي چې د وينې د پمپ چار هم تيز کړي. د پياز پوستکی چې کيمياوي ترکيب لري کولای شي چې د سرطان په مخنيوي کې هم ګټور وي. د پياز پوستکی همدارنګه د باکتریا ضد خاصيت هم لري.

کيله:

ډيری کیله پوست کوي او بیا د پوستکي اچول يي پر سړک د ډيرو کسانو د سخت لويدو لامل هم کيږي خو نوې څيړنې ښيي چې ددې ميوې پوستکی ډيرې ګټې هم لري ويل کيږي هغه کسان چې خپګان لري که کيله له پوستکي سره وخوري نو د خوشالۍ لامل کيږي البته که  يي همداسې نه شی خوړی نوايشول يا يي له يوبل څير سره ګډول ډير ګټور دي او بله داده چې د کيلې پوستکی د سترګو د ديد او مخافظتي سيستم په پياوړتيا کې هم فوق العاده ګټور دی.

بادرنګ:

هغه بادرنګ چې پوست شي تر هغه چې پوست شوی نه وي کلسيم، مګنیزيم، فسفر، پوتاشیم، ويټامين اې او ويټامین که يي ډير کم وي ويل کيږي د بادرنګ ټوله ګټه يی پوستکي کې وي چې ډيره برخه یي اوبو تشکيلوي.

شين کدو يا کدوګکې:

شين کدو چې ځينې ورته کدوګکې او يا ټينډې وايي ډيری چې په کورونو کې يي پخوي نو پوستکی ترې لرې کوي خو د پوستکي په لرې کيدو سره په دې سبزي کې شته پوتاشيم،فيبر، ويټامين سي او لوټين له منځه ځي له دې سره سره چې په ذاتي لحاظ ددې سبزۍ پوستکی لږ تريخ دی خو که له نورو توکو سره ګډ شي او پوخ شي نو تريخوالی يي له منځه ځي او هیله ده پوست يي نکړۍ.

مڼه:

که مڼه پوسټ کړۍ نو ښه به دا وي چې بيخي يي ونه خورۍ ځکه ټول دا مني چې مڼه يوه زياته اندازه اوسپنه لري خو کله چې پوسټ شي نو د وينې قند او کلسټرول یا ال ډي ال له لاسه ورکوي همداسې هضميت سختوي او ددې لامل کيږي چې ژر وږي شی هغه کسان چې غواړي وزن کم کړي د مڼې خوړل ورته ډير اړين دي خو که يي پوسټ کړي نه يوازې وزن به يي کم نه شي بلکه نور به هم وږی شي او ډيره ډوډۍ به وخوري.

کچالو:

ډيرې کورنۍ شونې ده دا ونه مني چې کچالو دې له پوستکي سر ه پاخه کړي خو کله چې يو کچالو پوست شي نو پکې شته فيبر، آوسپنه، پوټاشيم،ويټامين سي او فوليک اسيد له لاسه ورکوي شنونکي ټينګار کوي چې کچالو تر پاک وينځلو وروسته له پوستکي سره پوخ کړی.

تور بانجان:

د توربانجان له پوستکي سره خوړل په ډيرو ځایونو کې که څه هم دود ده  ولې ډير خلک يي پوستوي خو چې توربانجان پوست شي نو پکې شته انتي اکسيداني چې ناسونين نوم لري له لاسه ورکوي همداسې پوټاشيم،مګنيزیم او فيبر چې د خيټې د وزن او غټوالي په مخنيوي که موثر دی نو که غواړۍ خيټه مو غټه نه شي نو توربانجان له پوستکي سره پوخ کړی او بل دا چې د ذايقې له پلوه هم له پوستکي سره پوخ شوی بانجان تر بې پوسته ښه خوند کوي.

هوږه:

د هوګې په پوستکي کې د پلي سټلين په نوم یو ترکيب دی چې د سرطان په له منځه وړو کې ډير ګټور دی او همداسې د التهاب او باکتریا ضد دی خو چې پوست مو کړه دا خاصیت له لاسه ورکوي نو ددې لپاره چې د هوږې ګټې ډيرې دي نو که غواړۍ په بشپړ ډول يي له ګټو برخه من شی مه يي پوست کوی.

ژباړه او راټولونه: محمدالله آرين