سه شنبه , 23 اپریل 2024

کچالو هم د پوستکي په ښکلي کولو کې نقش لري

راټولونه : منهاج الدین منصور

د ښکلي پوستکي لرل د ټولو هیله ده، خو مېرمنې بیا پرې خپل نیم عاید مصرفوي، اما دا چې ګټه یې بیا څومره ترلاسه کوي، لا هم مبهمه ده، اما که لاندې طریقې عملي کړئ شاید ګټه یې ډېره وي.

کچالو یوازې په پخلنځي کې د خوراک لپاره نه کارېږي، بلکې که اوبه یې واېستل شي، نو د پوستکي د ښکلي کولو لپاره سالمه نسخه ده.

ـ پوستکی په طبیعي ډول ښکلی کوي:

له ماشینه د اېستل شوي کچالو اوبه د لیمو له اوبو سره ګډې کړئ او پر پوستکي یې ولګوئ. د کچالو اوبه په طبیعي ډول پوستکي روښانوي. پدې معنی چې د بازار د کریمونو په شان ندي چې ادعا کوي تک تور پوستکی هم درته تک سپین اړوي، اما د کچالو اوبه مو پوستکی په طبیعي ډول که تور وي تور او که غنمرنګه وي، نو غنمرګه یې درته روښانوي.

د اوبو ترلاسه شوی مخلوط تر یو څه وخته په دوامداره توګه د پوستکي په هغه برخه ولګوئ، چې رنګ یې تاسو ته خیره ښکاري.

ـ د پوستکي ساتنه کوي:

په یوه پیاله کې د کچالو پنځه کاچوغې اوبه د وړو له یوې کاچوغې سوډا سره ګډ کړئ، ترلاسه شوی مخلوط په پوستکي وموښئ او تر یو څه وخته یې پرېږدئ. په دوامدار ډول دغه عمل تکرار کړئ. پوستکی مو له بیرونیو اغېزو ساتي.

ـ د سترګو پړسوب لرې کوي:

که د کچالو اوبه د بادرنګو له اوبو سره په برابر ډول ګډ کړئ، نو ترلاسه کېدونکی مخلوط په سترګو ووهئ، تر پنځلسو دقیقو یې پرېږدئ. سترګې به مو ارامه شي او د درد له وجې رامنځته شوی پړسوب به یې له منځه ولاړ شي.

ـ ځوان مو ساتي:

د پوستکي د ګونځې کېدو له وجې اکثریت خلک په کم عمر کې هم زاړه ښکاري او دا خو طبیعي ده چې د عمر په تېرېدو انسان زړېږي، خو په پوستکي د کچالو د اوبو موښل (د مهالوېش په اساس) به درسره مرسته وکړي، چې د پوستکي ګونځوالی مو له منځه ولاړ شي او یا حد اقل راکم شي.

که د کچالو له اوبو سره یوه کاچوغه د زیتون غوړي ورګډ کړئ، ترلاسه شوی مخلوط مو پوستکی مرطوب ساتي او د زړښت علامې له منځه وړي.

د کچالو له اوبو سره د زیتون غوړیو ګډول د سترګو شاوخوا د تورو حلقو په لمنځه وړو کې هم مثبته اغېزه لري.

ـ پوستکی مو ښویوي:

د کچالو له اوبو سره که د لیمو اوبه او د سر خاوره ګډه شي او پر پوستکي وموښل شي، نو پوستکی مو ښوی ساتي او داغونه یې له منځه وړي.