ګجرات او او اترا پردیش کې د ډیپیکا د فلم په خپریدو بندیز ولګیده

د ډیپيکا پاډوکون راروان فلم (پاډوماوتي) له سختو ستونزو سره مخ دی. د فلم خپریدو نیټې ته یواځې د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، خو لا هم فلمونو ته د اعتبارلیک د ورکړې مرکزې ادارې د فلم په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

فلم چې وتلي فلمي ډاریکټر سنجي بهانسولي ډاریکټ کړی، پکې له ډيپيکا سربیره، رنویر سنګ او شاهد کپور هم لوبیدلي دي.

پاډوماوتي فلم د هندوستان د څوارلسمې پیړۍ تاریخ راسپړي، چې څنګه یو پښتون واکمن علاوالدین غلجی د راجپوت په یوې هندۍ ملکې (راني ما پاډوماوتي) مینیږي او د هغې د ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي.

فلم کې ملکه پاډوماتي (ډیپیکا) د شاهد کپور (راناول ټان سینګ) میرمن ده، چې سلطان علاوالدین غلجی (رنویر سنګ) پرې مینیږي او ورته د رسیدلو لپاره جګړه کوي.

خو د فلم په اړه د راجپت او بي جي پي ډلې مغترضین وايي، چې فلم کې تصویر شوې کیسه له اصلي کیسې سره تفاوت لري. ددوې په بارو، د فلم ډاریکټر بهانسولي د فلم کیسه د اصلي تاریخي پیښې سره په تناقض کې راخیستې ده.

دوې ګواښ کړی، چې د ډیپیکا او سنجي بهانسولي سرونه به پرې کړي.

په یو تازه اقدام کې، د هندوستان په دوو لویو ایالاتونو اترا پردیش او ګجرات کې د پاډوماوتي فلم د خپرولو سره سینماګانو پریکون کړی. دغلته ددې فلم په خپریدو بندیز اعلان شوی دی.

ټاکل شوې، چې یاد فلم څو ورځې وروسته، د ډیسمبر په لومړۍ نیټه خپور شي.