ګلبدین حکمتیار په حکومت کې د ګډ کار تیاری ښودلی

د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار په لومړیو کې ویلي وه، چې له حکومت سره د ګډ کار نیت نلري؛ خواوس یې د اصلاحاتو او چارو د سمون لپاره د حکومت په سیاسي او پوځي برخه کې د ګډ کار تیاری ښودلی دی.

له ملي وحدت حکومت سره د سولې د تفاهم له لاسلیک وروسته حزب اسلامي په خپل دریځ کې د پام وړ بدلون ښودلی.

د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید وايي؛ د حزب اجرائيه کمیسیون سلا شوی، چې له حکومت سره ګډ کار وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې له حکومت سره د ګډ کار موخه یې دا ده، چې اصلاحات راولي او چاري منظمې کړي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر سرپرست شاه حسن مرتضوي وايي، چې هره ډله کولی شي؛ د ملي ګټو په پام کې نیولو سره نظام ته ور ګډ شي.

په لومړیو کې د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار د ملي وحدت حکومت د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کري نخسه بلله او ویل یې، چې د خلکو په رایو نه دی راغلی او دوام یې د افغانستان په ګټه نه دی؛ خو اوس داسې بریښي، چې د حکومت خلاف سیاسي ائتلافونو حزب اسلامي دې ته اړ کړی، چې له حکومت سره ګډ کار ته اوږه ورکړي.