ګه د خپلې مطالعې انګېزه لوړه کړو؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په مطالعه کې د انګېزې د رامنځته کولو له پاره نهه آسانه لارې:

د ښې مطالعې له پاره انګېزه ډېره مهمه ده، کله چې انګېزه لرئ، نو وینئ، چې ډېر آرامه او هوسا یاستئ، چې کولای شئ خپل تمرکز وساتئ. کله چې انګېزه نه لرئ، نه یوازې تمرکز لرل ستونزمن دي، بلکې وبه وینئ، چې حتا پیلول هم ډېر سخت دي.

که چېرې انګېزه نه لرئ، نو زموږ ټولي ته ښه راغلاست. احتمالاً هر زده کوونکي دا ستونزه یو یا څو ځله تجربه کړې ده.

دلته په مطالعه کې د انګېزې د ډېرښت له پاره څو تګلارې وړاندې کېږي، هیله مند یم، چې ستاسو له پاره ګټورې وي:

۱ ـــ د مطالعې له پاره، ځانته مکافات ورکړئ. د بېلګې په توګه: له یوې بریالۍ مطالعې وروسته، ځانته هغه خوړنیز توکی واخلئ، چې ورسره ډېره مینه لرئ.

۲ ـــ له خپلو دوستانو سره مطالعه وکړئ، کولای شئ، لږ بوختیا هم ولرئ، خو افراط مه کوئ.

۳ ـــ له خپلو اوږد مهالو موخو څخه ځانته یادونه وکړئ. خپلو موخو ته د رسېدو له پاره زده کړنیزې بریا ته اړتیا لرئ. د زده کړنیزې بریا له پاره هم مطالعې ته اړتیا لرئ.

۴ ـــ د حواسو ګډوډونکي لاملونه لرې کړئ. که چېرې د هغو څیزونو تر څنګ، چې د مطالعې په پرتله ورسره ډېره مینه لرئ، په مطالعه بوخت یاستئ، نو د دې امکان ډېر لیدل کېږي، چې د مطالعې پرځای به هماغه کارونه ترسره کړئ.

۵ ـــ د لېوالتیا د رامنځته کېدو له پاره، په هرڅه کې چې غواړئ مطالعه وکړئ، نو دا کار به د مطالعې خوند لا پسې ډېر کړي.

۶ ـــ استراحت وکړئ، کله مو چې احساس وکړو، چې استراحت ته اړتیا لرئ، نو خپله مطالعه په هغه ځای کې ودروئ، کوم چې ستاسو له پاره د منلو وړ وي، دا کار د دې سبب ګرځي، کله چې غواړئ یو ځل بیا مطالعه وکړئ هوسا واوسئ.

۷ ـــ یو آرامه او مناسب چاپېریال را منځته کړئ. که چېرې د آرامتیا احساس وکړئ، نو له مطالعې سره به مو مینه او لېوالتیا لا پسې زیاته شي.

۸ ـــ د مطالعې د هر ناستې له پاره معقولې موخې وټاکئ، که چېرې د خپلې مطالعې ناستې ته د یوه ناشوني ماموریت په سترګه وګورئ، نه شئ کولای، چې ډېر پرمختګ ولرئ.

۹ ـــ له یوه انګېزه بښونکي بنر یا پوسټر څخه ګټه واخلئ، په هغه ځای کې یې را وځړوئ، چې د مطالعې پرمهال وکولای شئ، وې وینئ. په پوسټر کې باید هغه کلمې او انځورونه وي، چې د بریا ښکاروندويي کوي. کولای شئ، یو له دې پوسټرونو څخه واخلئ او یا یې خپله ځانته جوړ کړئ. دغه راز کولای شئ د هغو واقعي کسانو په اړه الهام بښونکې کیسې مطالعه کړئ، کوم چې بریا ته رسېدلي دي.