ګوهر: پاکستان روزلي ترهګر به بیرته په پاکستان کې اور بل کړي

 

د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مرستياله بشرا ګوهر وايي، چې اسلام آباد له کابل سره د سولې د ټينګښت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخو کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوي.

ګوهر د پاکستان پر بهرنيو سياستونو په نیوکې سره وايي، چې اسلام آباد دې د کابل پر وړاندې خپل سياستونه بدل کړي. دا زياتوي، که پاکستان په افغانستان کې له خپلو منفي سياستونو لاس وا نه خلي، پخپله به هم د ترهګرۍ په اور کې ايره شي.

د عوامي نېشنل ګوند مرستياله وايي، که په پاکستان کې ترهګرو ته د “ښو ترهګرو” په نامه ځای ورکول کيږي، نو دغه ترهګر به، چې ښه او بد نه لري، د پاکستان خاوره د پاکستان پر خلاف وکاروي. دا وايي، د پاکستان خلک له ترهګرو سره بې توپيره مبارزه غواړي او بايد ټولې هغه ترهګرې ډلې وځپل شي، چې په پاکستان کې امن پټنځايونه لري. بشرا ګوهر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې پاکستان د ترهګرو د ملاتړ له امله د نړيوالو تر سختو فشارونو لاندې دی او په وروستيو کې خو آن پاکستاني چارواکو هم د خپل هېواد پر ناسمو سياستونو نيوکې پيل کړې دي، چې ښه بېلګه يې په اسلام آباد کې د پاکستان د پخواني سفير حسين حقاني څرګندونې دي. حقاني ويلي وو، چې په افغانستان کې د ثبات لپاره بايد پر پاکستان فشارونه ډير شي.