پنجشنبه , 18 اپریل 2024

ایا ټول خلک نوښتګر دي؟

په اصل کې ټول وګړي نوښتګر دي؛ نوښت د ټولو هغو کسانو خود جوشه او طبیعي ځانګړنه ده چې پر ځان باور او مثبت فکر لري. هغه کمپنۍ چې مثبت کاري محیطونه یې برابر کړي، دا ټول یې د کار کوونکو د مثبتو افکارو او کړنو زېږنده ده.
د نوښت لپاره ټاکل شوي عوامل کوم دي؟ د نوښت لپاره څلور عمده تعیین شوي عوامل شتون لري چې لومړی هغه یې پر تاسو تېرې شوې تجربې دي. هغه څه چې مخکې پر تاسو تېر شوي په اوس مهال کې مو پر کړنو او نوښت مستقیم اغېز لري.
مخکنی اغېز
هغه کسان چې تېر وخت یې له ښو او مثبتو تجربو ډک وي، له ورایه ښکاري چې نوښتګر به هم وي. مثبتې خبرې او مثبت کړه وړه د دوی د ژوند یوه برخه ده چې تل ترې ګټه اخلي او ډېر کله نور خلک هم ترې برخمن کېږي.
پر عکس هغه کسان چې نوښت نه شي کولی، که یې تېر ژوند ته وکتل شي، ډېری وخت به یې پر منفي خبرو او کړو وړ تېر شوی وي. دا چې دوی خلاق نه دي، دغه څه ان له ماشومتوب څخه ورسره ملګري دي. د دوی ذهن له منفي افکارو دومره ډک دی چې هر ډول د امکان وړ خبرې ورته نا ممکنې ښکاري. کله چې تاسو د یوې کمپنۍ لپاره کار کوئ او په مقابل کې یې د کمپنۍ د مشر او نورو کار کوونکو له تاوده هرکلي سره مخ کېږئ، دغه چاره د دې لامل کېږي چې لا وهڅول شئ او په خپله دنده کې لا نوښت وکړئ.
اوسنی ځواک
د نوښت څرګنداوي دویم لامل ستاسو اوسنی موقف دی؛ ایا په هغه محیط کې چې تاسو کار کوئ، څوک شته چې تشویق مو کړي؟ ایا کارکوونکي په خپل منځ کې سره خاندي؟ ایا له یو بل سره د نظر تبادله کوي، که یوازې د یو او بل خبرې ردوي او مسخره کوي یې؟
د ایستمن کوداک شرکت په ۹۰یمه لسیزه کې ۶۰ میلیونه ډالره پانګه او ۱۴۰۰۰۰۰ کارکوونکي درلودل. کلونه کېدل چې دغه شرکت د ټولې نړۍ فلمونه جوړول. هغو متخصصینو چې د کوډک په شرکت کې یې کار کاوه، له کلونو تجربو او سخت کار څخه وروسته د (دیجیټلي عکاسۍ) په نوم یو څه کشف کړل، چې د فلم په جوړولو، قطعه کولو او نورو چارو کې یې ډېرې اسانتیاوې را وستلی شوې. کله چې دوی خپل دغه اکتشاف د کمپنۍ لوی مدیر ته وړاندې کړ، نظر یې منفي و. دوی ته وویل شول چې ((دا ښه نظر نه دی، کوډک د فلم جوړولو تر ټولو لویه کمپنۍ ده او دغه څه چې تاسو جوړ کړي، ورته اړتیا نه لري.)) نوښتګر متخصصین بېرته خپلو کارخونو ته ولېږل شول او ورته وویل شول چې دغه څه نور له خپل ذهن څخه وباسي.
ایا تاسو پوهېږئ څه وشول؟ د دغه کشف پایله نړیواله شوه، کلونه وروسته جاپانیان چې خپله د کامرې جوړوونکي هم دي وتوانېدل چې دې ټکنالوجۍ ته لاسرسی پیدا کړي او یو پر بل پسې یې نوې دیجیټلي کامرې بازار ته وړاندې کړې چې دغه څه د کوډک شرکت د ړنګېدو لامل شول.
د ځان په اړه څه فکر کوئ
درېیم هغه لامل چې د نوښت ښکارندویي کوي، ستاسو ذهني تصور دی. ایا تاسو ته خپل ځان خلاق ښکاري؟ څه فکر کوئ، تاسو یو خلاق کس یاست او که نه؟ څېړنې په ګوته کوي چې ۹۵ سلنه خلک داسې دي چې هغوی په ډېره لوړه کچه کارونه ترسره کوي او خلاق ذهن لري. د هارورد پوهنتون څېړونکي وایي چې د نړۍ د انسانانو فکرونه په بېلابېلو ډولونو جوړ شوي دي او هر څوک په یوه نه یوه کار کې ذاتي وړتیا لري او کولی شي یو کار په ښه او نوښګره توګه ترسره کړي، نو هېڅکله هم ځان ته په کمه سترګه مه ګورئ، مثبت فکر وکړئ او خپلو هیلو ته د رسېدو په لټه کې شئ.
ژباړه: حمیدالله حمید