چهارشنبه , 24 اپریل 2024

یوازینئ هیواد چی ماشومان پکې نشته!

آیا کله مو دا فکر کړئ دی چې داسې هیواد به هم وي چې ماشومان پکې شتون ونه لري؟ بې له شکه چې دا پوښتنه تر یو حده حیرانوونکې ده، ځکه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ماشومان شتون لري، بلکې هره ورځ په سلګونو زره ماشومان زیږیږي چې د وخت په تیریدو سره لویان کیږي او بالآخره ودونه کوي، د ماشومتوب څخه پلارتوب ته رسیږي.

مګر داسې هیواد هم شته دی چې ماشومان پکې شتون نه لري، هغه یوازینئ هیواد واتیکان دی چې په نړيواله کچه تر ټول کوچنئ دی، ټول مساحت یې ۰٫۴۴ کیلومتره مربع دی، او نفوس یې ۸۴۲ کسانو ته رسیږي.

نوموړي هیواد کې ماشومان ځکه نشته چې اوسیدونکي یې راهبان دي، شپه او ورځ په خپله رهبانیت سره لګیا وي، ځانونه یې واده څخه محروم کړي دي، هیڅ داسې څوک نشته چې واده ولري او یا هم واده وکړي.