د کندوز د خان اباد ولسوالۍ یوه میرمن له حکومت څخه د خپل وژل شوي زوی د قاتلینو د مجازاتو غوښتنه کوي .
په همدې حال کې د دې ولسوالۍ اوسیدونکي د ناقانونه وسلوالو له کړنو څخه پوزې ته راغلي او له حکومت څخه د عدالت غوښتنونکي دي .
د خان اباد ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي د کندوز ولایت د مقام مخې ته په شکایت راغلي وو دوی له حکومت څخه غوښتنه درلوده چې د دوی اواز دې وواري او دوې دې د نامسوله وسله والو ډلو د ظلم او زیاتي څځه خلاص کړي.
په دغو اعتراض کوونکو کی یوه ښځه هم راغلې وه چې څه موده وړاندې یې ۱۶ کلن زوی د نامسوله وسله والو له خوا له کور وویستل شوی او بیا په ډزو سره وژل شوی وو.
د دغه ۱۶ کلن وژل شوي ځوان هلک مور د کندوز والی څخه د خپل ځوانیمرګ زوی د قاتلینو د نیولیو او محکمه کولو او له دوی سره د عدالت غوښتنه درولوده
د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي د خپل سرو وسله والو له شتون ظلم او زور زیاتي څخه نور تر پوزې رسیدلي دي دوی وايي چې د نامسوله وسله والو له خوا زورول کیږي او حتی د دوی مالونه او ناموس هم خوندي نه دي.
د خان اباد ولسوال حیات الله امیر په دغه ولسوالۍ کې د نامسوله وسله والو شتون او پر عامو خلکو زور زیاتی تاییدوي او له سیمه ییز حکومت څخه د دغو نامسوله وسله والو په ورک کولو کې د مرستې غوښتنه کوي.
د کندوز والي اسدالله عمر خیل دغو خلکو ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې نامسوله وسلوال کسان نور د زغملو نه دي، دی وايي هر هغه څوک چې د حکومت په رسمي چوکاټ کې شامل نه وي که هغه هر څوک وې د ملت او د دوی دوښمن دی او جدي چلند به ورسره کوي.
په همدې حال کې د کندز نوی ګومارل شوی امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي وايي، هغه شمېر غیر مسؤله وسله وال چې په امنیتي ارګانونو کې ثبت و راجستر نه دي، ډېر ژر به د هغوی پر وړاندې لاس په کار شي.
نوررحیم عاطف – کندوز