یوې نجلۍ لس کاله دوه زړونه لرل

شپاړس کلنې هانا کلارک تر لس کاله ډیره موده په دوو زړونو ژوند کړی دی. دا چې ماشومه وه خپل زړه یې ډیر وړوکی و دا توان یې نه درلود چې وینه نور جسم ته پمپ کړي نو ډاکټرانو دې ته په ۱۹۹۵ میلادي  کال بل قلب کښیناوه. له دې عملیاته څلورنیم کاله وروسته دواړو زړونو په طبیعي ډول کار کاوه او ډاکټرانو ونه غوښتل چې ددې کرلی زړه وباسي. ډاکټرانو دې ته دوهم زړه له یوې نجلۍ چې په پنځلس کلنۍ کې وفات شوه اخیستی و او دې ته یې پیوند کړی و.

په دغې مودې کې چې هانا په دوو ړزونو ژوند وکړ ډیره ناروغیده او ډیر درمل یې خوړل.

هانا رسنیو ته ویلي دي چې نن سبا ډیره ارامه ژوند لري. درمل لږ څه چې هیڅ نه خوري او هیڅ ډول ناارامي نه احساسوي خو ددې پلار ومور لا دې ته اندیښنه لري.

په دوه زره شپږم میلادي کال یوې ډلې ډاکټرانو د مصري جراح مجدي یعقوب په مشرۍ ددې کرلی زړه وایست. له دې هیسته دا اوس ډیر عادي ژوند کوي، ښوونځي ته ځي او سپورت هم کوي.

هانا وایي اوس دا د خپلو نورو ملګرو په څېر ده. هانا له خپل پلارومور سره د بریتانیا په ویلز کې ژوند کوي.

هانا د اتو میاشتو وه چې ډاکټرانو یې پلار ومور ته ویلي و ښایي دا په دولس ساعتونو کې وفات شي.