سه شنبه , 23 اپریل 2024

یو چینایی د بانکي تېروتنې له امله ملیاردر شو

د چین یو وګړی د بانک د تېروتنې له امله د څو ساعتونو لپاره ملیاردر شو. د هغه بانکي حساب ته ۱،۲ ملیارده یوانه چې ۱۷۴ ملیونه ډالره کېږي، لېږل شوي وو. د South China Morning Post د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې د د جنوري د میاشتې په ۱۴ نېټه د مرکزي چین خونان د سیمې اوسېدونکی وان چین بانکی حساب ته د بانک د چارواکي د تېروتنې له کبله 1212405260 یوانه لېږل شوي وو. بانک ډیر زر د نوموړي سره اړیکه ټینګه او له هغه یې د پیسو د بېرته رالېږلو غوښتنه وکړه. د بریښنا په کرښه نوموړي په دې هکله لیکلي، چې بانک ته د پیسو د بېرته لېږلو وروسته هغه د سکرټو یوه قطعې او د پېسو یو پاکټ ډالۍ تر لاسه کړې خو دا چې په دغه پاکټ کې څومره پیسې وې، په هکله یې څه ویلي نه دي.