۷۹ کلن آتو فيسټرد افغانستان د فوټبال ملي لوبډلي د روزونکي په توګه وټاکل شو

د جرمني هيواد ۷۹ کلن آتو فيسټر دیوه کال لپاره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلي د روزونکي په توګه رسنيو ته ور وپېژندل شو.

فيسټر د کامرون، سعودي عربستان او سويزرلنډ د ملي لوبډلو د روزونکي په توګه تجربه لري او خپله هم تر ډېره په سويزرلنډ فوټبال لوبډله کي لوبېدلی دی.

فيسټر په ۱۹۷۲ کال کي د ۳۴ په عمر د لوبغاړي په توګه له فوټبال سره مخه ښه وکړه او د سويزرلنډ د ملي لوبډلي د سر روزونکي په توګه دنده پيل کړه.

پر همدې مهال د افغان فوټبال فدراسيون له خوا انوش دستګير د مرستيال روزونکي په توګه، علي اصغر لعلي د ملي لوبډلو د مدير په توګه او همدارنګه منصور فقيريار د ګول ساتونکو د روزونکي په توګه وټاکل شو.

تر فېسټر مخکي د تاجکستان په وړاندي د ملي لوبډلي د روزونکي دنده ا نوش دستګير مخ ته وړله، خو دا مهال د ملي لوبډلي د مرستيال روزونکي په توګه له لوبډلي سره بوخت دی.

تر دې مخکي پيټر شګرټ د افغان فوټبال ملي لوبډلي روزونکی وو.

دا په داسي حال کي ده چي آسيا جام فوټبال د وتونکو سياليو پيل ته تر دوه مياشتو کم وخت پاتې دی.