۹ بریالۍ مشورې

ژباړه: حقمل معینزی

لومړی: چې هر څومره ډېرې خولې تویې کړئ؛ همدومره ډېرې بریالۍ پایلې به ترلاسه کړئ. د ډېر زیار او زحمت ډېرې ګټې وي.

دویم: د کړنو او هڅو ډېرښت له پایلې څخه ډېر ارزښتمن دی. که کړنې او هڅې کمې وي، نو پایله کمزورې او حتا نشت کېږي.

دریم: په غوره توګه کار سرته رسول یعنې غوره پایله لاسته راوړل دي. که چېرې یو کار په هغه ډول سرته ورسوو په کوم ډول چې اړین دی، نو له غوره پایلې به لرې نه یو.

څلورم: د کار کیفیت وخت غواړئ. که یو کار ته ډېر وخت ور نکړو، نو کیفت یې خرابېږي او بې کیفیته کار سمې پایلې نه لري.

پنځم: د یو کار د سرته رسولو تر ټولو غوره لار هغه ده په کوم ډول یې چې په خپله سرته رسولای شئ. په بېلا بېلو ډولو پسې یې مه ګرځئ.

شپږم: د یوې کړنې ترسره کولو تر ټولو سمه لار هغه ده په کوم ډول چې ساده او اسانه وي؛ د کار ستونزمنول د زړه تورول دي.

اووم: کار باید خورا ډېر خوندور نه وي. د کار یا کړنې له کچې ډېر خوندورتوب انسان لټ روزي.

اتم: هر کار یوازې یوه سمه د حل لاره لري. په هر ډول حل لارو پسې مه ګرځئ؛ بلکې یوه او تر ټولو غوره حل لاره ورته ولټوئ.

نهم: تر ډېر کاري فشار لاندې ځان عادتول غوره دي. کله چې تر ډېر کاری فشار لاندې ځان عادت کړو، نو بیا په هر ډول شرایطو او حالتونو کې ځان بریا ته رسولای شو.