د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل د کرکټ بورډ د غوراویي د کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو.

په همدې تړاو په ننۍ غونډه کې د کرکټ بورډ ریئس شکرالله عاطف مشعل وویل چه د چارو د لا ښه سمون په موخه یې دغه پریکړه کړیده ښاغلي مشعل له سیاستوالو وغوښتل چې له دې وروسته دې د کرکټ په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.