چهارشنبه , 24 اپریل 2024

(LIGHT) د کمرې لایټ

لیکوال: محمد نسیم

لایټ یا روښنايي چې، په تخنیکي وسایلو کې ډېر مهم او اړینه برخه ده.

موږ د ښه لایټنګ په واسطه کولای شو یو صحنه کې ټول شیان او اجسام په ښه توګه وګورو او وښایو یا باکیفیته تصویر تر لاسه او لیدونکو ته وړاندې کړو.

لایټ مختلف جوړښت او ډولونه لري، چې  هریو ځانګړی او خاصه دنده او د کارونې ځانګړي ځایونه لري؛ د لایټ په واسطه مونږ کولای شو صحنه روښانه او تورتم ، وریځ، لمر پریوتو او یا لمر ختو وختونه ښکاره کړو او همدا شان کله کله د میکاژ په توګه هم د لایټنګ څخه کار اخیستل کیږي.

سوژې او موضوع ته په کتو رنګونه او لایټ انتخابوو دبیلګې په توګه ( لوبغاړی یا سینماګر) رنګ په ویره او وحشت او یا سور رنګ سره ښایو.

د لایټنګ بله دنده داده چې په یوه صحنه کې د یوه لوبغاړي او شیانو سوری له منځه وړي او ځنې وختونه د ډایرکټر په غوښتنه او صحنې د موضوع ته په کتو سوری هم جوړ کړی

د بیلګې په توګه کله چې یو لوبغاړی په یوه صحنه کې لیدونکو ته غوښه او قهر تمسیل کوي صحنه داسې لایټنګ کیږي چې، د تمسیل کوونکی یا لوبغاړي څېره سور او د مخ یوه برخه سوری ولري.

او یا د ډایکټر په غوښتنه لیدونکي یوې نقطې ته متوجې کوي، چې د سټیژ ټولې برخې تورتم جوړوي .

مونږ دلته نقطوي لایټ څخه کار اخلو صرف یوه نقطه چې د ډایرکټر غوښتنه ده ښایو، دې دکار لپاره یو ځانګړی مسلکي کس چې ډایرکټر یا لایټ مین وي پکاردي، چې ددې کار وړتیا ولري .