پنجشنبه , 28 مارچ 2024

مينيماليزم/ ګل رحمن رحماني

” Minimalism”

زموږ اوسنى ليکوال او لوستونکى په  ډېر تنګ او ستړى  چاپېريال کې ژوند کوي، د ګڼو تخنيکي اسانتياوې، ټکنالوژيکو او ساينسي پرمختګونو سربېره يې هم ژوند په ستومانۍ او منډو تېرېږي او د وخت له کمښت سره مخ دي.

په داسې حالت کې شايد د ليکوال نه ډېرې داسې تمې ونه شو درلودلى چې پخوا مو درلودې، ځکه پخوا يې وخت ډېر و، فارغ وخت او ذهن يې درلود، د ژوند سره تړلي موضوعات يې په ښه ډول تحليل کولى شوى، هم يې ډېر څه ويل او هم يې د ډېرو خبرو د اورېدو توان درلود.

همدې انساني اړتيا پر ادب او ادبي اثارو هم اغېز کړى، ليکوال ته يې پيغام دا دى چې اوس بايد خپل مخاطب په نوې بڼه  او زماني محدوديت  سره وپېژني، د هغه وخت په پام کې ونيسي، ځکه خو خپلې خبرې او پيغامونه بايد په لنډو، کوټلو او شمېرلو الفاظو کې ورته وړاندې کړي او هغه له ځان سره وساتي.

په اوسني پښتو ادب کې لنډکي شعرونه، لنډکي نثرونه او اوس اوس ميني مال کيسې چې ځينې کسانو ورته د “کيسه ګۍ” نوم ورکړى، د همدې شرايطو محصول دي، تر کومه چې ماته څرګنده ده د دې ليکنو بڼه د اجتماعي رسنيو په ځانګړي ډول فېسبوک او ټويټر له پاره ښه جوړه ده.

د مينې مال کيسې يوه بله ځانګړتيا چې له اوسنيو شرايطو سره برابره ښکاري، داده چې ليکوال يې ټولې خبرې خپله نه کوي، له خپل مخاطب يا لوستونکي هم غواړي چې تش لوستونکى نه وي، خپل فکري ځواک په کار واچوي او د کيسې يوه برخه په  خپله بشپړه کړي.

دا موضوع له بله اړخه د لوستونکي او ليکوال ترمنځ د اړيکې ټيګېندو او يا يو بل د ښې پېژندنې له پاره يوه زمينه ده چې له برکته يې هم د ليکوال کار اسانېږي او هم په لوستونکي کې ادبي ذوق او خلاقيت تر يوې کچې روزلى شي، البته دا موضوع خپل مخالفين هم لري چې وروسته به يې يادونه وشي.

شايد چې ټولنيز شرايط، زماني محدوديتونه او اړتياوې له دې نه وروسته هم زموږ په ادب کې ځينې شکلي او محتوايي بدلونونه رامنځته کړي چې انتظار يا تمه يې ډېره د تعجب وړ خبره ځکه ده چې موږ تر يوه کال وړاندې پورې د ميني مال کيسو په اړه په پښتو ادب کې څه نه درلودل، خو اوس يې لرو.

داسې ښکاري چې د مينې مال يا مينيماليزم اصطلاح د لومړي ځل لپاره له ادبياتو وړاندې په هنرونو کې کارېدلې وي ځکه چې د هنر يوه غوره ځانګړتيا لنډون ګنل کېږي ، د دې تر څنګ  په فلسفه کې هم رېښې لري، خو پيغام او موخې ته په کې ژمنتيا ډېره مهمه ده.

مينيماليزم له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د لوديځ په هنر کې په بېلابېلو بڼو ځان راڅرګند کړ  چې د کارېدو پراخه ساحه يې د هنر او موسيقي په برخه کې وه، خو د امريکايي  تجسمي هنر ماهرو هنرمندانو د ١٩٦٠ او ١٩٧٠ کلونو ترمنځ مينې مال هنر ته  پراختيا ورکړې ده.

مينې ماليزم ته په بهرنيو ادبياتو کې د ځانګړي سبک او مکتب اصطلاحات دواړه کارېدلي دي، خو تر کومه چې دا موضوع پښتو ادب ته را ننوتلې، ځينې ليکوال او کره کتونکي يې ځانګړى ادبي ژانر بولي، خو تر دې وړاندې هم  د ځينو بهرنيو ليکوالو دا ډول کيسې پښتو ادب ته د لنډې کيسې په نوم ژباړل شوې چې په “داستانونه” مجله کې يې بېلګې موندلى شو.

دا کيسه مې اوس هم له هغه مجلې نه په ذهن کې پاتې ده چې ليکوال يې په غالب ګومان کى دومو پاسان دى:

“چا خپلې تودې جامې او زاړه بوټونه ورکړي و، په يخنۍ کې د واټ څنګ د ګروپ رڼا ته غونج ناست و او له ځان سره يې  وويل: خداى جانه! ژوند ريښتيا هم ښکلى دى.”

له نور بحث وړاندې به د دې کيسو د دوو ليکوالو عبدالله الهام او عبدالغني هاشمي دوې بېلګې هم وړاندې کړم:

نن يې په همدې مناسبت ختم او خيرات وو؛ سبا کوم چا ورسره د يوې غټې معاملې په خاطر د رشوت ورکولو وعده کړې ده.  هاشمي

قسمت
د کور زنګ ووهل شو، هغه يې لور واستوله او ورته و يې ويل چې ځواب ورکړه چې پلار مې په کور نشته، لور يې دروازه پرانېستله او هماغه خبره يې ورته وکړه، سړی روان شو او ويل يې: بس نو قسمت به يې نه و. جمالزى

په پښتو ادب کې چې تر اوسه کومې مينې مال کيسې وړاندې شوې، ځينو ته نوم ورکړل شوى او ځينې يې نه لري، بله دا چې د پيغام او هدف له اړخه کمزورۍ لري چې پالنې ته اړ دي، ځکه چې تش د يوې حيراونکې جملې ليکل هم ګيسه ګۍ نه ده او له لنډون سره  يې د ليکوال  د ليکوال د خلاقيت او دقت ازموينه هم سختېږي.

د مينې مال کيسو د لا پېژندنې له پاره به ددې سبک يو شمېر ځانګړنې او شرطونه په مشخص ډول وړاندې کوو، خو ترې وړاندې ددې يادونه اړينه ده چې غوره مينې مال کيسه بايد دا ټولې ځانګړتياوې په ځان کې ولري، يوه کيسه يواځې په دې ډول ميني مال نه شو بللى چې له دې ځانګړتياوو يوه په کې راغلې وي.

  • ايجاز : د مينې مال کيسو تر ټولو غوره ځانګړتيا د کيسې حجم دى او څنګه يې چې له نومه ښکاري، لنډون ياني موجز او لنډ روايت ولري. ليکوال بايد له شاخونو ورکولو ډډه وکړي او کلمې داسې سره پيوند کړي چې د حذف امکان يې نه وي، دلته کولى شو چې پر لنډون(ايجاز) ډېر ټينګار، له معمولي لنډې کيسې سره د کلي توپير ښکارندوى وبولو.
  • ساده پلاټ (plot): په پخوانيو ادبياتو، په ځانګړي ډول سنتي لويو کيسو کې پلاټ ته د داستان د اساسي عنصر په سترګه کتل کېدل، پېښې به د هغوى تر منځ پر علي او معلولي اړيکو له ټينګار سره وړاندې کېدلې، څو د داستان په متن کې يو ډول زماني پيوستون وساتل شي، خو په مينې مال کيسو کې طرحه دومره ساده وي چې فکر کېږي،هېڅ پېښه نه ده شوې.
  • د ګوتو په شمېر شخصيتونه : محدود او څو د ګوتو په شمېر شخصيتونه چې هغه هم د ټولنې عادي وګړي وي، ددې کيسو بله ځانګړتيا ده. حتى ډېر ځله يوازې، مايوس او ځورېدلي انسانان ددې کيسې شخصيت ګرځي چې همدې ټکي پر دې کيسې د نيوکو دروازه پرانېستې ده.
  • جذابه انځوګري: داچې د مينې مال کيسو ليکوال د ژوند يوه ډېره لنډه شېبه انځورزوي، نو بايد د خپل تصوير او په کې نغښتې پيغام په انتخاب کې خپل ځانګړې مهارت او خلاقيت ولري، ليکوال بايد پوه وي چې په ژوند کې هره پېښېدونکې پېښه هم د کاغذ پرمخ د کښلو ارزښت نه لري. دا چې د داستان ځينې سنتي عناصر په کې نشته، نو بايد د خبرو لپاره ډېره جذابه کيسه ولري.
  • ساده ژبه: لکه چې وړاندې مو اشاره وکړه، په مينې مال کيسو کې د داستانونو له حده زيات ايجاز او لنډون هغوى ته ددې اجازه نه ورکوي چې ادبي صنايع وکاروي، نو ځکه يې ژبه هم ډېره ساده اوغوڅه شوې ده.
  • د واقعيت پيروي: په مينې مال کيسو کې ليکوال د ډېرې خيال پردازۍ او خپلو تخيلاتو د غځولو او کښلو فرصت نه لري، ځکه خو دا ډول کيسې يواځې په ټولنه کې موجود واقعيتونه کاږي او د رياليستي کيسو په ډله کې حسابېږي.
  • د ځينو داستاني عناصرو کارول: ايجاز ته له حده زيات تمايل ددې سبب ګرځي چې له داستاني عناصرو نه په کې ډېر کم کار واخيستل شي، ځکه خو ددې کيسې ليکوال يا مينيماليستان پر ځينو عناصرو لکه مکالمې، لنډون او روايت زيات ټينګار کوي، لامل دادى چې دا عناصر د داستاني اطلاعاتو په لېږد کې د ګړندي کولو رول پر غاړه لري.
  • زماني او مکاني محدوديت: د مينې مال کيسو لنډون ددې سبب شوى چې د پېښو زمان دېر لنډ شي او مکاني بدلونونه په کې بيخي کم وليدل شي. اکثره دا ډول داستانونه له يوې ورځې کمه موده، حتى څو ساعتونه او کله هم څو شېبو کې رامنځته کېږي. دلته لوستونکى هم  داسې احساس کوي چې هغه شېبه ګوري چې دده له سترګو تېرېږي، البته ليکوال هم ددې حالت د شدت او پياوړتيا لپاره د حال زمانې د روايت له بيان کار اخلي.

تر اوسه پورې زما د معلوماتو له مخې په دې برخه کې د ليکوال عبدالله الهام جمالزي او عزيزالدين  يوسفزي مستقلې ټولګې خپرې شوې دي، خو ځينو نورو ليکوالو بيا په منفرد ډول دا کيسې ليکلې او ليکې يې چې د عبدالغني هاشمي نوم په کې د يادونې وړ دى.

لکه چې پاس يې يادونه وشوه،  ميني ماليزم ته د ساده ګرايۍ  نوم ورکړل شوى او داسې يو هنري مکتب دى چې پر بنسټ يې ساده، لنډ او په ايجاز کې نغښتى بيان وړاندې کېږي، مينيماليزم په ادبياتو کې هم ځانګړى مکتب ګڼل شوى چې د اثر  په محتوا کې د تورو لنډون، تراکم او له حده زيات ايجاز يې ځانګړتيا ده خو کله کله پېچلي فلسفي مفاهم او ژور فکرونه ورسره مل وي.

مينيماليستان په ايجاز او لنډون کې تر دې کچې وړاندې ځي چې د اثر يواځيني اړين عناصر په ډېره لنډه و پرې شوې بڼه پاتې کېږي، دوى بايد په ډېرو کمو تورو سره زياتې خبرې او پيغامونه ورسوي، خو مخالفينو يې ځمکه نيوکې کړې چې دوى تر حده زيات د کيسې د عناصرو پاڼې او شاخونه پرې کوي چې  داستان اصلي روح له منځه وړي.

د مينې وال داستان په برخه کې  ليکوال ډېر محدود وي، د نورو داستانونو په څېر مقدمو او حاشيو ته فرصت نه لري، بايد مخامخ او وار له واره کلمې په خبرو راولي، خو هر داستان هم د خپل لنډون او حجم کموالي په سبب ميني مال داستان نه دى.

مينې مال کيسه او نيوکې

د مينې مال کيسو او په ټوله کې د مينيماليزم مخالفين دا ډول داستانونه په کلکو ټکو غندي او حتى کله کله يې له ادبي چوکاټونو بهر نيوکې هم پرې کړې چې له دې ډلې يې د بازاري، د تېښتې، ټنبلې، مارکېټي او سوپر مارکېټي کيسو نوم ورکړى دى.

دوى  مينې مال کيسې ته د يوې کوچنۍ معجزې په سترګه ګوري او ځينې بيا هغه چاودونکې ماده بولي چې  په يوه کوچنۍ فضا کې ستره چاودنه رامنځته کوي.

کره کتونکى فردريک بارتليم له دې پرته پر مينې ماليزم او په ځانګړي ډول مينې مال کيسو  ځينې اکاډميکي نيوکې مطرح کړې چې ځينې يې په لنډون سره وړاندې کوم:

ستر فلسفي افکار تر حذف شوي، تاريخي مفاهيم نه دې په کې مطرح شوي، سياسي مسايل او دريځ نه لري، شخصيتونه يې په کافي اندازه ژور نه ځي، ساده او له کاره لوېدلې ستاينې لري، سبک يې يواړخيز يا يونواخت دى، اخلاقي جنبو ته په کې پاملرنه نه کېږي.

نوموړى له دې تورونو وروسته وايي: که چېرته داسې وي، نو دا خو ډېره عجيبه ده چې کله يو داستان ټولې دا ډول ځانګړتياوې ونه لري، خو بيا هم دا ښېګڼې په کې موجودې وي، دلته نو دومره نيوکې او خبرې څه مانا لري.!

په پاى کې بايد ووايم چې مينې ماليزم او د مينې مال کيسو ليکنه په پښتو ادب کې نوې او تازه تجربه ده، موږ د معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو تخنيکي او ساينسي پرمختګونو له اړخه اوس اوس له نړۍ سره روان شوي يو چې دا کيسې يې هم يو محصول او اړتيا بللى شو، بله دا چې دې کيسو ته د ځوانو کيسه ليکوالو تمايل او په فېسبوک کې هر کلى  دا څرګندوي چې دا کيسه به د وخت په تېرېدو سره لا وغوړېږي.