اروپایي ټولنې ټاکنو کې ولسمشر غني ته د بري مبارکي ورکړه

د بهرنیو اړیکو او سیاسي پالیسۍ په چارو کې د اروپایي ټولنې جګپوړي استازي، جوزیپ بوریل جمهور رئیس محمد اشرف غني ته ټیلفون کړی او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بریالي کیدو مبارکي یې ورکړې. په اعلامیه کې ویل شوي چې اروپایي ټولنه دیته سترګې په لار ده چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې د افغانستان د نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ نتیجې د اعلان په تړاو په اعلامیه کې ویلي چې ” د نوي حکومت هرکلی کوي او چمتو دي چې ګډ کار ورسره وکړي.