خوست کې بمي چاودنې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

یاده چاودنه د نادرشاه کوټ والسوالۍ اړوند د ځنیخیلو سیمه کې د فوټبال په یوه لوبغالي کې د څلورو بجو شاوخه کې هغه مهال رامنځته شوه چې، خلکو د فوټبال د فاینل لوبې ننداره کوله. د نظار ګل په نوم یو تن د پېښې ټپي انعکاس ته وویل چې ، ګڼ شمیرننداره چیان د لوبې فینل ته حاضر شوي وو، ناڅاپه چاودنه وشوه او ګڼ شمیر کسان یې ولیدل چې په ټپي حال کې په ډاګ پراته دي. د خوست ملکي روغتون د ایمرجنسي واټ عمومي مسوول ډاکټر صابر وايي چې، د پېښې له سیمې یې یاد روغتون ته لس تنه ور وړي دي، چې له دې جملې یې درې تنه مړه او ۷ تنه ټپیان دي. تر دا مهاله د یادې پېښې په تړاو کومې وسله والې ډلې رسنیو ته څه نه دي ویلي .