خوست کې د بادامو زرګونه نیالګي کېنول کېږي

یاد ولایت کې د ملي بسیا بڼ په نوم د ولسي خلکو اشر په ترڅ کې د بادامو دوه سوه باغونه جوړېږي، چې د بادامو شاوخوا ۸ زره نیالګي به پکې کېنول شي.

د خوست ښار اړوند سیمو او نږدې ولسوالیو کې به د بادامو دوه سوه باغونو کې شاو خوا اته زره نیالګي کېنول شي، چې هره ولسوالۍ کې به نږدې ۲۰ باغونه جوړ شي.

د نیالیګو د کېنولو برخې یو تن رضا کار صاحب ګل فرهاد انعکاس راډیو تلوېزیون ته وویل، چې دوی به هره ولسوالۍ کې لس، پنځلس او ان شل باغونه جوړ کړي، چې درې کاله به د متخصصې کمېټې تر څار لاندې وي.

له بسیا بڼ له دغه پروګرام څخه موخه عامو خلکو ته د وطن جوړونې فکر ورکول دي.

شفیق کره چې د بادامو د بوټو کېنولو یو رضاکار دی په دې اړه انعکاس ته وویل:

((هدف دا دی، چې مونږ خلکو ته د وطن جوړونې فکر ورکړو، ترڅو په خپله بسیا شو او له بهرنیو مرستو تېر شو))

د دغه ولسي اشر ګډونوال وایي، وطن هغه وخت جوړېږي، کله چې دوی د وطن دوستۍ بشپړ فکر واخلي او خپلې چارې په مینه مخته یوسي.

زرماييد خان چې د ګربزو ولسوالۍ د ميداني سيمې اوسيدونکی دی او يوه اندازه خپله شخصي ځمکه يې د بادامو يوه باغ ته ورکړې، وايي هر افغان بايد د خپل وس مطابق د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې برخه واخلي.

د ملي بسيا بڼ په نوم د ولسي اشر دا رضاکار ځوانان او د مدني ټولنې غړي داسې مهال په دغه ولايت کې د بادامو د باغونو جوړولو لړۍ پېل کړه، چې د پنجشنبې په ورځ د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو کلنۍ او کلتوري مېله هم پېل شوه، چې درې ورځې به دوام وکړي.