دفاع وزارت وايي، په غزني ولایت کې د تېرې ورځې موټر بم برید طراح له ۷ تنو نورو وسله والو سره وژلی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې «حمزه وزیرستاني» په غزني کې د ملي اردو پر یو مرکز د تیرې ورځې برید پلان کړی و.

دفاع وزارت ویلي چې نوموړ شخص تیره شپه له خپلو ملګرو سره د غزني ولایت د «ګیرو» ولسوالۍ په «علي شیر خېل» سیمه کې د هوايي برید پر مهال وژل شوی او یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي