دوحه کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ بحثونه ورستي شوي

وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو سره لیدنه وکړه اوس باخبره سرچینې یوې خصوصي رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو ترمنځ بحثونه ورستي شوي.

سرچینې ویلي، مذاکراتي ډلو د امریکا او طالبانو تړون، د افغانستان د سولې په تړاو د نړیوالي ټولنې غوښتنې او د افغانانو اراده د سولې د بین الافغاني خبرو اساس بلل شوی.

سرچینې زیاته کړې، چې له شاوخوا درې ورځو راهسې د افغان حکومت د سولې د مذاکرتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او د ولسمشر غني سلاکار سلام رحیمي کابل ته راغلي، څو د ولسمشر ملاتړ د یاد توافق لپاره ترلاسه کړي.