دوستم:د ټاکنو نامنل شویو پایلو په صورت کې موازي حکومت اعلانوي

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ویلي، چې د ټاکنو د پایلو ځنډ ورته د منلو نه دی او د درغلۍ په نتیجه کې د رامنځ ته کېدونکي حکومت پر وړاندې به موازي حکومت اعلان کړي.

جنرال دوستم د تیرې پنجشنبې په ورځ شبرغان کې د امیر علي شیرنوایي او ظهیرالدین بابر د یادښت په نمانځ غونډه کې وویل، چې د ټاکنو د جعلي پایلو په صورت کې به د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ موازي حکومت اعلان کړي. که څه هم عبدالرشید دوستم په هیڅ کومې ټاکنیزې ډلې پورې تړاو نه لري خو عنایت الله بابرفرهمند د ده له ادرسه د ثبات او همغږۍ ټاکنیزې ډلې د لومړي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی . افغان حکومت د جنرال دوستم څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا د نوموړي په غبرګون کې ویلي چې ټاکنیز کمېسیونونه په پوره خپواکۍ اساسي قانون ته په پوره درناوي او د هر راز لاس وهنو پرته خپلو کارونو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو د ټاکنیزو کمېسیونونو د کار روڼوالي ته په ټینګار سره له ټاکنیزو ډلو غوښتي، چې د ټاکنو پایلو ته پوره درناوی وکړي.